ايُوب 10 - Pakistani Yousafzai Pashtoلسم باب د حضرت ايُوب د خپل ژوند نه نفرت 1 زۀ د خپل ژوند نه نفرت کوم، زۀ به ډېر شکايتونه کوم، زۀ به په مايوسۍ کښې خبرې کوم. 2 زۀ به خُدائ پاک ته ووايم چې ما مۀ رد کوه، او تۀ چې په ما کوم اِلزام لګوې نو د هغې نه ما خبر کړه. 3 دا تا ته ښۀ ښکارى، چې ما په عذاب کړې، چې ما يعنې د خپلو لاسونو کار رد کړې او د بدکارو خلقو منصوبو ته ښۀ ووائې؟ 4 ولې ستا نظر د انسانانو په شان دے؟ تۀ د انسان په شان کتل کوې څۀ؟ 5 ستا عُمر زمونږ په شان لنډ دے څۀ؟ يا ستا کالونه د انسانانو د کالونو په شان دى څۀ؟ 6 چې تۀ زما غلطى معلوموې او زما ګناه لټوې، 7 اګر چې تا ته پته ده چې زۀ بېګناه يم، او ستا د لاسونو نه مې هيڅ څوک نۀ شى بچ کولے. 8 ستا لاسونو ما له صورت راکړو او جوړ يې کړم، او اوس مې بېخى تباه کوې. 9 هغه راپه ياد کړه چې تا زۀ د خټو نه جوړ کړم، او اوس به تۀ ما بيا خاورې کوې؟ 10 تا زۀ د مور په خېټه کړم او زما وجود دې جوړ کړو. 11 تا زۀ د غوښې او څرمنې نه جوړ کړم، او د هډُوکو او پټو په ذريعه دې يو ځائ وتړلم. 12 تا ما له ژوند او نۀ ختمېدونکې مينه راکړې ده، او تا زما د ژوند ښۀ حِفاظت کړے دے. 13 خو اوس ما ته پته ولګېده چې تا د ډېر وخت نه ما ته د نقصان دپاره پټه منصوبه جوړه کړې وه. 14 کۀ زۀ ګناه وکړم نو تۀ ما وينې، او زما ګناه تۀ نۀ معاف کوې. 15 کۀ زۀ بدکاره يم، نو ما غمژن کړه. او کۀ زۀ صادق يم، نو خپل سر نۀ شم اوچتولے، ځکه چې زۀ د شرم سره مخ شوے يم او په غمونو کښې ډوب يم. 16 او کۀ زۀ خپل سر اوچتوم، نو تۀ د ازمرى په شان زما ښکار کوې، او خپل لوئ طاقت زما خِلاف استعمالوې. 17 تۀ خپل ګواهان زما خِلاف بيا راتازه کړې، او خپله غصه زما خِلاف زياتوې، تۀ زما خِلاف تازه دم فوجيان رالېږې. 18 تا زۀ د مور د خېټې نه ولې راوويستلم؟ کاش چې زۀ د خلقو د سترګو د ليدو نه مخکښې مړ شوے وے. 19 ښۀ به دا وے چې د سره پېدا شوے نۀ وے او د مور د خېټې نه سيدها قبر ته تلے وے. 20 زما ژوند لنډ نۀ دے څۀ؟ ما پرېږده نو چې داسې يو ساعت په آرام شم، 21 خو چې زۀ لاړ شم او بيا هيڅکله راواپس نۀ شم، چې تور او د تکې تورې تيارې مُلک ته لاړ شم، 22 د نيمې شپې په شان تيارۀ، د لانجو مُلک ته، چرته چې رڼا هم د تيارې په شان وى.“ |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society