يرمياه 45 - Pakistani Yousafzai Pashtoپينځۀ څلوېښتم باب د باروک سره د خُدائ پاک وعده 1 يرمياه نبى باروک د نيرياه زوئ ته د يهويقيم د يوسياه د زوئ د بادشاهۍ په څلورم کال چې د يهوداه بادشاه وو پېغام ورکړو د دې نه وروستو کله چې باروک په طومار کښې هغه څۀ وليکل کوم چې ورته يرمياه فرمائيلى وُو. 2 ”اے باروکه، دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يې تاسو ته فرمائى چې، 3 تا ووئيل چې افسوس دې په ما وى. زۀ د غمونو او تکليفونو د لاندې شوے يم. ولې زما دا دردونه کافى نۀ وُو څۀ؟ مالِک خُدائ زما په غمونو کښې اضافه وکړه. زۀ د اسويلو نه ستړے ستومانه شوے يم او هيڅ قسم آرام راته نۀ ملاويږى. 4 باروکه، مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به دا قوم تباه کړم کوم چې ما آباد کړے دے. او څۀ چې ما کَرلى دى هغه به د بېخ نه راوباسم. 5 ولې تۀ د خپل ځان دپاره د دې نه نور هم زيات د خاص سلوک اُميد کوې څۀ؟ داسې مۀ کوه. زۀ به لوئ افت په دې خلقو نازل کړم. خو تۀ چرته هم ځې نو زۀ به تا ته ستا ژوندون درکړم. مالِک خُدائ داسې فرمائى.“ |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society