Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

يرمياه 28 - Pakistani Yousafzai Pashto


اتۀويشتم باب حضرت يرمياه او حننياه نبى

1 د يهوداه د بادشاه د صدقياه د بادشاهۍ په تازه ورځو کښې په هم هغه کال په پينځمه مياشت په څلورم کال د جبعون د ښار يو پېغمبر د عزور زوئ حننياه د مالِک خُدائ په کور کښې د اِمامانو او د خلقو په وړاندې ما ته خبرې وکړې او راته يې وفرمائيل چې،

2 مالِک خُدائ ربُ الافواج، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، ”زۀ به د بابل د بادشاه جغ مات کړم چې بوج يې په خلقو باندې دے.

3 زۀ به په دوو کالو کښې دننه دننه د مالِک خُدائ د کور هغه ټول مقدس څيزونه واپس دې ځائ ته راوړم کوم چې نبوکدنضر بادشاه بابل ته وړلى وُو.

4 زۀ به هم د يهوداه بادشاه د يهويقيم زوئ يهوياکين سره د يهوداه د هغه ټولو خلقو واپس دې ځائ ته راولم کوم چې په بابل کښې جلاوطن دى. بې‌شکه چې زۀ به د بابل د بادشاه جغ مات کړم. مالِک خُدائ دا فرمائى.“

5 بيا يرمياه پېغمبر د اِمامانو او د هغه ټولو خلقو په مخکښې کوم چې د مالِک خُدائ په کور کښې ولاړ وُو حننياه نبى ته داسې جواب ورکړو،

6 هغۀ وفرمائيل چې، ”آمين. مالِک خُدائ دې هم داسې وکړى. هغه دې ستا پېشګوئې پوره او رښتيا کړى چې هغه به دوباره ټول د مالِک خُدائ د کور سامان سره د هغه کسانو چې بابل ته قېديان بوتلے شوى دى دلته واپس راولى.

7 خو اوس تۀ هم هغه خبرو ته کومې چې زۀ تا ته د ټولو خلقو په وړاندې کوم غوږ ونيسه.

8 زما او ستا نه ډېر وړاندې پخوانو نبيانو دا پېشګوئې کړې ده چې په ډېرو مُلکونو او لويو بادشاهتونو به جنګ، قحط او وبا راځى.

9 خو کوم يو پېغمبر چې د خير او سلامتۍ پېشګوئې کوى نو هغه به په رښتيا سره په دې وپېژندلے شى چې د مالِک خُدائ له طرفه رالېږلے شوے دے کله چې د هغۀ پېشګوئې رښتيا شى.“

10 نو بيا حننياه د يرمياه نبى د غاړې نه جغ لرې کړو او ټوټه ټوټه يې کړو،

11 او حننياه ټولو خلقو ته وفرمائيل چې، ”مالِک خُدائ فرمائى، زۀ به په دوو کالونو کښې دننه هم دغه شان د نبوکدنضر بادشاه جغ چې کوم هغۀ د ټولو قومونو په غاړه کښې اچولے دے لرې کړم.“ په دې خبره يرمياه د هغه ځائ نه لاړو.

12 نو بيا څۀ موده وروستو کله چې حننياه پېغمبر د يرمياه پېغمبر د څټ نه جغ مات کړو، نو بيا د مالِک خُدائ کلام په يرمياه پېغمبر نازل شو چې،

13 ”لاړ شه او حننياه ته ووايه چې، مالِک خُدائ فرمائى، تا خو د لرګى جغ مات کړو، خو د دې په ځائ به مالِک خُدائ د خلقو په غاړه کښې د اوسپنې جغ واچوى.

14 مالِک خُدائ، ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، زۀ به د دې ټولو قومونو په غاړه کښې د اوسپنې جغ واچوم ترڅو چې هغوئ د بابل د بادشاه نبوکدنضر خِدمت وکړى. مالِک خُدائ فرمائيلى دى، تر دې چې زۀ به د ځنګل په ځناورو باندې هم نبوکدنضر ته اختيار ورکړم چې د هغۀ خِدمت وکړى.“

15 بيا يرمياه نبى حننياه نبى ته وفرمائيل چې، ”حننياه ما ته غوږ شه. مالِک خُدائ تۀ نۀ يې رالېږلے، تۀ دې قوم ته د دروغو نبوت کوې او هغوئ ستاسو په دروغو باندې باور کوى.

16 نو ځکه بيا مالِک خُدائ په خپله فرمائى چې، زۀ اوس تا د زمکې د مخ نه اخوا کوم. په هم دې کال کښې به تۀ مړ شې، ځکه چې تا د مالِک خُدائ خلاف د سرکشۍ تعليم ورکړے دے.“

17 نو د هم هغه کال په اوومه مياشت حننياه پېغمبر مړ شو.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan