يرمياه 24 - Pakistani Yousafzai Pashtoڅليريشتم باب د اينځرو دوه ټوکرۍ 1 وروستو د دې نه چې د بابل بادشاه نبوکدنضر د يهوياکين د يهويقيم زوئ د يهوداه بادشاه بابل ته سره د آفسرانو، کاريګرانو او لوهارانو قېديان بوتلل نو بيا مالِک خُدائ ما ته په رويا کښې د اينځرو دوه ټوکرۍ راوښودلې چې د مالِک خُدائ د کور مخې ته پرتې وې. 2 په يوه ټوکرۍ کښې اول موسمى او پاخۀ اينځر وُو، او په بله ټوکرۍ کښې خراب اينځر وُو، دومره ډېر خراب چې د خوړلو نۀ وُو. 3 نو بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”يرمياه تا ته څۀ ښکارى؟“ ما ورته په جواب کښې ووئيل، ”اينځر. ښۀ اينځر ډېر ښۀ دى خو خراب اينځر ډېر خراب دى، دومره خراب دى چې د خوړلو قابل هم نۀ دى.“ 4 نو بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې، 5 ”مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې، دا ښۀ اينځر د يهوداه د هغه خلقو په شان دى چې ما د بابل مُلک ته د دې ځائ نه جلاوطن کړى دى او زۀ هغوئ ته هم دغه شان ښۀ ګورم. 6 زۀ به هغوئ ته په ښۀ سترګه ګورم، او زۀ به هغوئ دې مُلک ته واپس راولم. زۀ به هغوئ آباد کړم او زۀ به هغوئ ونۀ غورزوم، زۀ به هغوئ وکرم او د بېخ نه به يې نۀ راوباسم. 7 زۀ به هغوئ له دا خواهش ورکړم چې هغوئ ما وپېژنى چې زۀ مالِک خُدائ يم. هغوئ به زما مخلوق وى، او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم، ځکه چې هغوئ به په پوره زړۀ سره ما ته رجوع وکړى. 8 مالِک خُدائ وفرمائيل، هغه خراب اينځر چې دومره ډېر خراب دى چې د خوړلو قابل هم نۀ دى، نو دغه شان به زۀ د صدقياه د يهوداه بادشاه، او د هغۀ د آفسرانو سره څوک چې د يروشلم نه ژوندى پاتې شوى دى کۀ هغه دلته اوسيږى او يا کۀ په مِصر کښې دى دغه شان سلوک وکړم. 9 زۀ به هغوئ په زمکه د هر يو مُلک دپاره د دهشت مثال او د افت زده ګانو نمونه وګرځوم. زۀ چې هغوئ چرته هم خوارۀ کړم نو هغوئ به د عبرت يو مثال جوړ شى او خلق به د هغوئ نوم د بېعزتۍ دپاره استعمالوى او د هغوئ بېعزتى به کوى او لعنت به پرې وائى. 10 زۀ به په هغوئ جنګ راولم، لوږه او وبا به پرې راولم، تر هغې پورې چې هغوئ به په هغه مُلک کښې ختم کړم کوم چې ما دوئ او د دوئ پلار نيکۀ له ورکړے وو.“ |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society