يرمياه 13 - Pakistani Yousafzai Pashtoديارلسم باب د لټې د لنګ مثال 1 مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”لاړ شه او د خپل ځان دپاره د کتان لنګ واخله او د ملا نه يې تاؤ کړه خو چې په اوبو کښې درنه لوند نۀ شى.“ 2 نو د مالِک خُدائ د هدايت په مطابق ما لنګ واخستو او د ملا نه مې تاؤ کړو. 3 نو بيا په دوېم ځل د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، 4 ”کوم لنګ چې تا اخستے او تاؤ کړے دے اوس د فرات سيند ته لاړ شه او هلته د ګټ په سورى کښې يې پټ کړه.“ 5 نو د مالِک خُدائ د هدايت په مطابق زۀ لاړم او لنګ مې هلته پټ کړو. 6 څۀ موده وروستو بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”د فرات سيند ته لاړ شه او هغه لنګ بيا راواخله کوم چې ما درته فرمائيلى وُو چې هلته يې پټ کړه.“ 7 نو بيا زۀ لاړم او هغه ځائ نه مې راوويستو په کوم ځائ کښې چې ما لنګ پټ کړے وو، خو ومې ليدو چې دا بلکل سخا شوے وو او د هيڅ کار نۀ وو. 8 نو د مالِک خُدائ کلام بيا په ما نازل شو چې، 9 ”لکه څنګه چې دا لنګ سخا شوے دے دغه رنګ به زۀ د يهوداه او د يروشلم لوئ غرور سخا کړم. 10 دې بدکاره خلقو چا چې زما د کلام د اورېدو نه اِنکار وکړو، او د خپلو سرکشه زړونو يې ومنل او د نورو معبودانو عبادت او خِدمت يې شروع کړو، نو د هغوئ حالت به د دې سخا شوے لنګ په شان وى چې د هيڅ کار نۀ وى. 11 لکه څنګه چې لنګ د انسان د ملا نه کلک تاو وى، نو دغه شان ما د اِسرائيل او د يهوداه خلق خپل ځان سره وتړل چې دوئ زما د نوم د شُهرت، تعريف او عزت باعث وى. خو هغوئ زما تابعدارى ونۀ کړه.“ دا د مالِک خُدائ وينا ده. د ميو د چاټۍ مثال 12 نو هغوئ ته ووايه چې، مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، ”ستا د ميو ټولې چاټۍ دې د ميو نه ډکې شى. او بيا دوئ جواب ور کړو چې، بېشکه، هره يوه چاټۍ به د ميو نه ډکه شى. 13 نو بيا تۀ هغوئ ته ووايه چې، مالِک خُدائ فرمائى زۀ به د دې مُلک په ټولو خلقو او د داؤد په نسل، په بادشاهانو، او اِمامانو، پېغمبرانو دومره مے وڅښم چې ښۀ نشه شى او په هر هغه چا چې په يروشلم کښې اوسيږى. 14 نو بيا به زۀ هغوئ په خپلو کښې سره وجنګومه تر دې چې مور پلار او بچى به په خپلو کښې يو بل زره زره کړى. او زۀ به په هغوئ هيڅ قسم رحم او ترس ونۀ کړم. او هيڅ څيز به ما د هغوئ د تباه کولو نه منع نۀ کړى.“ دا د مالِک خُدائ وينا ده. د غرور خِلاف د يرمياه خبردارے 15 په غور او احتياط سره واورئ او مغروره کېږئ مه. ځکه چې مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى. 16 د دې نه مخکښې چې ډېر ناوخته شى مالِک خُدائ، خپل خُدائ پاک ته جلال ورکړئ. او هغه وپېژنئ د دې نه وړاندې چې هغه درباندې تيارۀ راولى، او تاسو تيندک وخورئ او په تورو تيارو غرونو کښې راوغورزېږئ. او د هغه نُور چې تاسو يې په انتظار کښې يئ نو مالِک خُدائ به هغه په تورو تيارو بدل کړى. 17 کۀ تاسو اوس هم غوږ ونۀ نيسئ، نو زۀ به ستاسو د غرور په وجه پټ پټ وژاړم. زما سترګې به ترخه ژړا وکړى او ډکې به شى او اوښکې به ترې بهيږى. ځکه چې دشمن به د مالِک خُدائ قوم لکه د يوې رمې په شان راګېر کړى او قېدولو له به يې بوځى. 18 مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”بادشاه او د هغۀ مور ته ووايه چې، د تخت نه راکوز شه او په خاورو کښې کښېنه، ځکه چې ستا د شان او شوکت تاجونه به زر ستا د سر نه راوغورزيږى. 19 د نجب ښارونو دروازې به بند کړے شى او څوک به هم هغه نۀ شى کولاولے. د يهوداه ټول خلق به جلاوطن کړے شى او يو به هم بچ نۀ شى.“ 20 خپلې سترګې اوچتې کړه او هغه فوج وګوره چې د شمال د خوا نه راروان دے. ستا هغه ښکلې رَمې اوس چرته دى چې ما تا ته سپارلې وې؟ ستا هغه ګډان چرته دى چې تا به پرې فخر کولو؟ 21 تۀ به په هغه ورځ څۀ وائې کله چې مالِک خُدائ په تا هغه خلق حکمرانان مقرر کړى کوم خلق چې تا خپله ډله جوړه کړې وه؟ لکه څنګه چې د ښځې د ماشوم د پېدا کېدو وخت وى نو تۀ به په دغه شان تکليف کښې شې. 22 کۀ تۀ چرې د خپل ځان نه تپوس وکړې چې دا هر څۀ ما سره ولې کيږى؟ نو دا ستا د ډېرو ګناهونو په وجه تا سره وشول. نو ځکه ستا نه جامې وويستلے شوې او هغه حمله کوونکو فوجيانو تا سره په زور زنا وکړه. 23 ولې د ايتهوپيا يو سړے د خپلې څرمنې رنګ بدلولے شى؟ يا يو پړانګ د ځان نه خالونه لرې کولے شى څۀ؟ نه کله هم نه، هم دغه رنګ تۀ په بدو عملونو دومره عادت شوے يې چې تۀ کله هم نېک کارونه نۀ شې کولے. 24 زۀ به تاسو لکه د بوسو په شان چې د صحرا هوا په مخه اخستې وى خوارۀ وارۀ کړم. 25 مالِک خُدائ فرمائى چې، دا ستا قسمت دے، هغه برخه چې ما ستا دپاره مقرر کړې ده. ځکه چې تا زۀ هېر کړے يم او په دروغژنو معبودانو دې يقين کړے دے. 26 اے قومه، زۀ به په خپله ستاسو نه جامې وکاږم چې تاسو لغړ کړم او شرمګاه مو ښکاره کړم. 27 ما ستاسو زناکارى او د نفس خواهشات، ما ستاسو په بېشرمۍ سره د بُتانو عبادت په لوړو او ژورو باندې وليدلو. په تاسو دې افسوس وى، اے يروشلمه. ترڅو پورې به تاسو داسې حرام کاره او ناپاکه يئ؟ |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society