قاضيانو 12 - Pakistani Yousafzai Pashtoدولسم باب اِفتاح او اِفرائيميان 1 د اِفرائيم سړى د جنګ دپاره تيار شول، هغوئ د اُردن سيند نه صفون ته پورې وتل او اِفتاح ته يې ووئيل، ”تۀ د عمونيانو سره جنګ دپاره د حد پولې نه ولې واوړېدلې او مونږ دې راونۀ غوښتلو چې تا سره لاړ شُو؟ مونږ به ستا کور سره تا وسوزوو.“ 2 خو اِفتاح هغوئ ته ووئيل، ”زما او زما د خلقو د عمونيانو سره يوه سخته لانجه وه. ما تاسو راوغوښتلئ، خو تاسو زۀ د هغوئ نه بچ نۀ کړم. 3 کله چې ما ته پته ولګېده چې تاسو زما د بچ کولو دپاره رانۀ غلئ، نو ما خپل ژوند په خطره کښې واچولو او د حد پولې نه واوړېدم چې د هغوئ سره جنګ وکړم او مالِک خُدائ ما له په هغوئ باندې فتح راکړه. نو اوس تاسو ما سره جنګ کولو له ولې راغلى يئ؟“ 4 بيا اِفتاح د جِلعاد ټول سړى راغونډ کړل، د اِفرائيم د سړو سره يې جنګ وکړو او هغوئ له يې شکست ورکړو ځکه چې د اِفرائيم خلقو وئيلى وُو چې، ”تاسو جِلعاديان تش د اِفرائيم او منسى مفروران يئ.“ 5 د دې دپاره چې اِفرائيميان تښتېدو ته پرې نۀ ږدى، جِلعاديانو هغه ځايونه ونيول چې چرته هغوئ د اُردن نه پورې وتلے شول. کله چې به يو اِفرائيمى هم د تښتېدو کوشش کولو نو هغۀ به د پورې وتو اجازت غوښتو او د جِلعاد سړو به ترې نه تپوس کولو، ”تۀ د اِفرائيم د قبيلې يې څۀ؟“ کۀ هغۀ به ووئيل چې، ”نه،“ 6 هغوئ به ورته ووئيل چې، ”شبوليت ووايه.“ خو هغۀ به ورته په جواب کښې ”سبوليت“ ووئيل ځکه چې هغۀ به دا ټکے صحيح نۀ شو وئيلے. نو هغه به يې ونيولو او د اُردن سيند نه د پورې وتو په ځائ کښې به يې ووژلو. په هغه وخت کښې دوه څلوېښت زره اِفرائيميان ووژلے شول. 7 اِفتاح شپږ کاله د بنى اِسرائيلو قاضى وو. بيا هغه مړ شو او په جِلعاد کښې په يو ښار کښې ښخ شو. اِبصان، ايلون او عبدون 8 د اِفتاح نه پس، د بيتلحم اِبصان د بنى اِسرائيلو قاضى شو. 9 د هغۀ دېرش زامن او دېرش لوڼه وې. هغۀ خپلې لوڼه د خپلې قبيلې نه بهر وادۀ کړې او خپلو زامنو له يې دېرش ښځې د پردو قبيلو نه وادۀ کړې. اِبصان اووۀ کاله د بنى اِسرائيلو قاضى وو، 10 بيا هغه مړ شو او په بيتلحم کښې ښخ شو. 11 د اِبصان نه پس، د زبولون ايلون لس کاله د بنى اِسرائيلو قاضى شو. 12 بيا هغه مړ شو او د زبولون په علاقه په ايالون کښې ښخ شو. 13 د ايلون نه پس، د فِرعاتون نه د هليل زوئ عبدون د بنى اِسرائيلو قاضى شو. 14 د هغۀ څلوېښت زامن او دېرش نمسى وُو، چې هر يو په خپل خر باندې سورلى کوله. عبدون اتۀ کاله د بنى اِسرائيلو قاضى وو، 15 بيا هغه مړ شو او په فِرعاتون کښې ښخ شو چې دا ځائ د عماليقيانو د غرونو په مُلک کښې د اِفرائيم په علاقه کښې وو. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society