يعقوب 5 - Pakistani Yousafzai Pashtoپينځم باب دولتمندو ته خبردارے 1 اے مالدارو واورئ، تاسو په خپلو هغه مصيبتونو چې راتلونکى دى، ژړا او فرياد وکړئ. 2 ستاسو مال دولت سخا شو او ستاسو جامې چينجو ووهلې. 3 ستاسو سرۀ زر او سپين زر زنګ شول او د دې زنګ به ستاسو خلاف ګواهى ورکوى، او دا به ستاسو غوښې لکه د اور په شان وسوزوى. تاسو په دې آخرى ورځو کښې خزانې رايوځائ کوئ. 4 ګورئ، کومو مزدورانو چې ستاسو په پټو کښې لَو کړے دے، د هغوئ هغه مزدورى چې تاسو په دوکه ايساره کړې ده، چغې وهى او د لَوګرو فرياد ربُ الافواج خُدائ غوږُونو ته رسېدلے دے. 5 تاسو په دُنيا کښې د عېش او عشرت ژوند تېر کړو، او تاسو خپل ځانونه د حلالېدو د ورځ دپاره څورب کړل. 6 تاسو صادق سړے قصوروار کړو او ومو وژلو، خو هغۀ ستاسو مقابله نۀ کوى. د تکليف په وخت کښې صبر او دُعا 7 نو اے وروڼو او خوېندو، د مالِک تر راتلو پورې صبر وکړئ، لکه څنګه چې يو زميندار د زمکې د قيمتى فصل په اِنتظار کښې د منى او د سپرلى د باران تر ورېدو پورې صبر کوى. 8 نو تاسو هم صبر وکړئ او خپل زړونه مضبوط کړئ ځکه چې د مالِک راتلل رانزدې دى. 9 اے وروڼو او خوېندو، د يو بل خلاف شکايت مۀ کوئ نو چې تاسو سزا ونۀ مومئ. ګورئ، قاضى په دروازه کښې ولاړ دے. 10 اے وروڼو او خوېندو، کومو نبيانو چې د مالِک په نوم کلام وکړو، د هغوئ تکليفونه تېرول او صبر کول خپل ځانته نمونه وګڼئ. 11 واقعى چې مونږ هغوئ ته بختور وايو څوک چې صبر کوونکى دى. تاسو د ايُوب د صبر په حقله اورېدلى دى او تاسو د مالِک مقصد هم وليدو چې مالِک څومره ډېر مهربانه او رحيم دے. 12 خو اے زما وروڼو او خوېندو، د ټولو نه لويه خبره دا ده چې قسم ونۀ خورئ، نۀ د آسمان او نۀ د زمکې او نۀ د څۀ بل څيز، بلکې ستاسو ”آو“ دې ”آو“ وى او ستاسو ”نه“ دې ”نه“ وى، نو چې تاسو د سزا لائق ونۀ ګرځئ. 13 کۀ په تاسو کښې څوک په تکليف کښې وى نو دُعا دې وغواړى، کۀ خوشحاله وى نو هغوئ دې ثنا ووائى. 14 کۀ په تاسو کښې څوک بيمار وى نو هغوئ دې د جماعت مشران راوبلى او د هغۀ دپاره دې هغوئ دُعا وغواړى او د مالِک په نوم دې هغوئ په تېلو مسح کړى. 15 او کومه دُعا چې په ايمان سره وغوښتے شى د هغې په وجه به بيمار روغ شى، او مالِک به هغه راپاڅوى او کۀ هغۀ ګناهونه کړى وى نو هغه به ورته معاف شى. 16 نو بيا ځکه تاسو په خپلو کښې يو بل ته د خپلو ګناهونو اِقرار وکړئ او د يو بل دپاره دُعا وغواړئ نو چې تاسو شفا ومومئ. د زړۀ نه د صادقه دُعا ډېر اثرناکه وى. 17 الياس زمونږ په شان انسان وو، او هغۀ ډېر په جوش سره دُعا وغوښته چې باران دې ونۀ وريږى، او تر درې نيمو کالو پورې په زمکه باران ونۀ ورېدلو. 18 نو چې هغۀ بيا دُعا وغوښتله نو د آسمان نه باران وورېدو او په زمکه فصل زرغون شو. 19 اے زما وروڼو او خوېندو، کۀ څوک په تاسو کښې د حق د لارې نه واوړى او بل څوک هغه بيا واپس راواړوى، 20 نو تاسو په دې پوهه شئ چې څوک چې ګناه ګار د ګمراهۍ نه راواړوى، هغه به يو کس د مرګ نه بچ کړى او په ډېرو ګناهونو به پړده واچوى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society