Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

يشعياه 62 - Pakistani Yousafzai Pashto


دوه شپېتم باب د صيون خلاصون

1 د صيون د خاطره به زۀ غلے نۀ کښېنم، د يروشلم د خاطره به زۀ تر هغې پورې آرام نۀ کوم چې د هغې صداقت د سحر د رڼا په شان ونۀ ځليږى او د هغې خلاصون د مشعل په شان ونۀ ځليږى.

2 قومونه به ستا صداقت ووينى، او ټول بادشاهان به ستا شان او شوکت وګورى. او تا ته به يو نوے نوم درکړے شى، يو داسې نوم چې مالِک خُدائ به په خپله خولۀ درباندې اېښے وى.

3 نو تۀ به د مالِک خُدائ په لاس کښې د شاندار تاج په شان يې او د خپل خُدائ پاک په لاس کښې به د شاهى پټکى په شان يې.

4 تا ته به بيا هيڅکله ”پرېښودلے شوے ښار“ نوم نۀ شى اخستلے، او نۀ به ستا زمکې ته ”خوشے مُلک“ نوم اخستلے شى. ستا نوے نوم به ”د خُدائ پاک د خوشحالۍ ښار“ او ”د خُدائ پاک ناوې“ وى، ځکه چې مالِک خُدائ ستا نه خوشحال دے او ستا نه به خپله ناوې جوړه کړى.

5 لکه څنګه چې يو زلمے يوې پېغلې سره وادۀ کوى، نو داسې به ستا زامن تا سره لوظ وکړى. لکه څنګه چې د وادۀ زلمے د خپلې ناوې سره خوشحاله وى، نو داسې خُدائ پاک به ستا نه خوشحاله وى.

6 اے يروشلمه، ستا په دېوالونو ما څوکيداران ودرولى دى، هغوئ به شپه او ورځ مسلسل دُعا کوى. تاسو چې څوک مالِک خُدائ ته دُعا کوئ هيڅ آرام مۀ کوئ.

7 او مۀ مالِک خُدائ آرام ته پرېږدئ ترڅو چې هغۀ يروشلم قائم کړى نۀ وى او د دُنيا دپاره يې د فخر باعث جوړ کړى نۀ وى.

8 مالِک خُدائ په خپل ښى لاس او زورَور مټ باندې قسم خوړلے دے او لوظ يې کړے دے چې، ”زۀ به بيا ستا غله ستا په دشمنانو نۀ خوروم، او نۀ به محنت سره جوړ شوى ستا مے د پردى مُلک خلقو باندې څښوم.

9 خو چا چې دا غله رېبلې وى نو هغوئ به دا خورى او د مالِک خُدائ ثناء صِفت به کوى. او چا چې دا انګور راټول کړى وى نو هغوئ به په خپله د دې شراب د مالِک خُدائ د کور په دربار کښې وڅښى.“

10 بهر لاړ شئ، د ښار دروازو نه بهر لاړ شئ. او چې کوم خلق واپس راځى نو د هغوئ دپاره يو سړک جوړ کړئ. يو لوئ سړک تيار کړئ، د دې نه کاڼى لرې کړئ. يوه جنډا ولګوئ چې قومونو ته پته لګى.

11 ګورئ، مالِک خُدائ ټولې دُنيا ته دا اعلان کوى، ”د صيون لور ته ووايئ چې ګورئ، ستاسو خلاصون راتلونکے دے. ګورئ، د هغۀ اجر د هغۀ سره دے، او د هغۀ انعام د هغۀ نه مخکښې مخکښې روان دے.“

12 هغوئ ته به ”مقدس خلق“ او ”د مالِک خُدائ بچ کړے شوى خلق“ نوم اخستلے شى. او يروشلم ته به ”غوره کړے شوے ښار،“ ”هغه ښار چې پرېښودے شوے نۀ وى“ نوم اخستلے شى.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan