يشعياه 58 - Pakistani Yousafzai Pashtoاتۀ پنځوسم باب حقيقى روژه 1 ”په زوره چغې ووهئ، ورو ورو خبرې مۀ کوئ. د بيګل په شان په اوچت آواز سره زما خلقو بنى اِسرائيلو ته د هغوئ د ګناه او بغاوت په حقله ووايئ. 2 هغوئ هره ورځ زما لټون کوى او زما د لارې په پېژندلو خوشحاليږى. داسې لکه چې هغه يو ډېر صادق قوم وى او د خپل خُدائ پاک حُکمونه يې رد کړې نۀ وى. هغوئ زما نه د اِنصاف فېصلې غواړى، او داسې څرګندوى چې خُدائ پاک ته په نزدې راتلو خوشحاليږى. 3 هغوئ وائى، ”کله چې مونږ روژې نيسو نو تۀ پرې ولې نۀ خوشحالېږې؟ مونږ ځانونه دومره عاجز کړُو او تۀ هډو توجو نۀ کوې.“ ګورئ، حقيقت دا دے چې کله تاسو روژه نيولې وى نو هم په هغه وخت تاسو په خپلو فائدو پسې ګرځئ او د خپلو مزدورانو سره ظلم زياتے کوئ. 4 د داسې روژې نۀ څۀ فائده چې تاسو په کښې جنګ جګړې کوئ؟ کۀ تاسو داسې قسمه روژې ساتئ نو د دې توقع هم نۀ شئ کولے چې ستاسو آواز به آسمان ته ورسى. 5 ولې زۀ داسې روژه خوښوم څۀ چې انسان دې په کښې يوې ورځې دپاره خپل ځان عاجز کړى؟ او د لوخې د پاڼې په شان خپل سرونه ټيټ کړى او د ټاټ په جامو کښې په ايرو دپاسه څملى؟ تاسو دې ته روژه وايئ؟ دا ورځ به مالِک خُدائ ته قبوله وى څۀ؟ 6 نه، زۀ چې څنګه روژه غواړم هغه داسې ده يعنې، د بېاِنصافۍ په زنځيرونو کښې راګېر خلق آزاد کړئ، د خپلو ماتحتو بوج کم کړئ. مظلومان آزاد کړئ، هر جغ مات کړئ. 7 اوږې خلق په خپل خوراک کښې شريک کړئ، او بېکوره غريبانانو له پناه ورکړئ. چا ته چې د جامو حاجت وى نو هغوئ له جامې ورکوئ او د خپلو خپلوانو سره د مدد کولو نه مۀ پټېږئ. 8 نو بيا به تاسو لکه د سحر د نمر په شان ځلېږئ، او ستاسو زخمونه به زر زر جوړ شى. او ستاسو صداقت به ستاسو نه مخکښې روان وى، او د مالِک خُدائ جلال به د وروستو نه ستاسو حِفاظت کوى. 9 نو بيا به تاسو آواز کوئ او مالِک خُدائ به جواب درکوى، تاسو به د مدد دپاره سوال کوئ او مالِک خُدائ به فرمائى، ”زۀ حاضر يم.“ کۀ تاسو ظلم زياتے، بل ته ګوته نيول او د چُغلۍ خبرې پرېږدئ، 10 کۀ تاسو اوږو خلقو له روټۍ ورکړه او د مظلومانو مدد مو وکړو، نو بيا به ستاسو رڼا په تيارۀ کښې وځليږى، او چې ستاسو نه ګېرچاپېره کومه تيارۀ وى نو هغه به د غرمې په رڼا بدله شى. 11 نو زۀ به همېشه ستاسو لارښودنه کوم او په اوچ بيابان کښې به هم ستاسو حاجتونه پوره کوم. او زۀ به ستاسو وجود مضبوط کړم. تاسو به د يو داسې باغ په شان يئ چې ډېرې تېرې اوبۀ لرى، د هغه چينې په شان چې هيڅکله نۀ اوچيږى. 12 او ستاسو هغه پخوانى کنډرات به دوباره آباد کړے شى. تاسو به تېرو نسلونو بنيادونه بيا آباد کړئ. او بيا به تاسو دېوالونه دوباره جوړولو والا، او لارې کوڅې دوباره آبادولو والا يادېږئ.“ د سبت ورځې د منلو اجر 13 ”کۀ تاسو د سبت ورځ يعنې زما په مقدسه ورځ کښې کاروبار نۀ کوئ، او دې ته د خوشحالۍ ورځ وايئ، دا د مالِک خُدائ مقدسه ورځ ګڼئ، د دې ادب کوئ او په دې ورځ خپل د روزانه کارونه نۀ کوئ او په خپلو فائدو پسې نۀ ګرځئ، او فالتُو خبرې نۀ کوئ، 14 نو بيا به تاسو د مالِک خُدائ سره په تعلق لرلو خوشحاله شئ. او زۀ به تاسو له لوئ عزت درکړم او په هغه ميراث به مو ماړۀ کړم د کوم لوظ چې ما ستاسو پلار نيکۀ يعقوب سره کړے دے. ما، مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.“ |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society