Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

يشعياه 57 - Pakistani Yousafzai Pashto


اووۀ پنځوسم باب د بُت پرستۍ په حقله خبردارے

1 صادق سړے مړ شى او هيڅ څوک يې پرواه نۀ ساتى. ديانتدار خلق د دُنيا نه اوچت کړے شى، خو هيڅوک پرې نۀ پوهيږى. هيڅوک پرې نۀ پوهيږى چې صادقان د بدۍ نه بچ کېدو دپاره دُنيا نه اوچت کړے شوى دى.

2 څوک چې د خُدائ پاک په لارو ژوند تېر کړى، او چې کله وفات شى نو ورته آرام او سکون ملاويږى.

3 خو اے د کوډګرې بچو، د زناکارې او کنجرې بچو، ديخوا راشئ.

4 تاسو چا پورې ټوقې کوئ؟ چا ته خپل بوتاړ وران کړئ او ژبې ورته راوباسئ؟ تاسو هم د دوکه بازو او ګناهګارو بچى يئ.

5 تاسو د بُتانو عبادت داسې کوئ چې د هر شين بوټے او د څېړۍ د مقدسو ونو لاندې زنا کوئ. تاسو د ګټو په غارونو کښې او واديانو کښې خپل بچى قربانى کوئ.

6 د واديانو هوار کاڼى ستاسو معبودان دى. تاسو دې ته د څښلو نذرانې تويَوئ او د غلې نذرانې ورته پېش کوئ. ستاسو خيال دا دے څۀ چې زۀ په دې هر څۀ باندې خوشحالېږم؟

7 تاسو په هر اوچت غر د پاسه زنا کړې ده. هلته تاسو بُتانو ته نذرانې پېش کړى دى او ما سره مو بې‌وفائى کړې ده.

8 تا د خپل کور په چوکاټونو او د دروازو شاته د بُتانو نښې ولګولې. زۀ دې پرېښودم او د نفرت نه ډکو بُتانو سره کټ ته اوختې. تا د هغوئ سره سودا کړې ده. د هغوئ بربنډو جسمونو ته کتل تا له خوند درکوى.

9 تۀ د زيتُونو تېلو، او ډېرو عطرو سره مولک بُت له لاړې. د نوى معبودانو پېدا کولو دپاره چې مينه ورسره وکړې تا خپل پېغام وړُونکى لرې لرې تر دې چې عالمِ ارواح پورې دې ولېږل.

10 د نورو معبودانو په لټولو کښې تاسو خپل ځانونه ستړى کړئ، خو تاسو هيڅکله نۀ وايئ چې، ”دا فضول دى.“ ستاسو شوق تاسو له طاقت درکوى نو ځکه تاسو ستړى کېږئ نه.

11 تۀ د چا نه دومره سخت يرېدې چې تا ما ته دروغ ووئيل، نۀ دې زۀ ياد کړم او نۀ دې زما پرواه وکړه؟ زۀ چې دا دومره موده خاموش وم نو په دې وجه تۀ زما نه نۀ يرېږې څۀ؟

12 زۀ به ستا تش د نامې صداقت او کارونه خلقو ته څرګند کړم. او دا به ستا هيڅ په ښه نۀ راځى.

13 کله چې تاسو د مدد دپاره آواز وکړئ، نو ستاسو هغه بُتان دې تاسو بچ کړى کنه. هوا به هغوئ اوچت کړى، د ساه يو پوکے به هغوئ يوسى. خو څوک چې په ما ايمان لرى نو هغه به د مُلک مالِک شى، او زما د مقدس غر وارث به شى.


د مدد او د روغولو دپاره د خُدائ پاک لوظ

14 مالِک خُدائ فرمائى، ”لار جوړه کړئ، لار جوړه کړئ. دا تياره کړئ او زما د خلقو د لارې نه هر خنډ لرې کړئ.

15 زۀ هغه مقدس خُدائ تعالىٰ يم، چې د همېشه دپاره ژوندے يم. زۀ په اوچت او مقدس مقام کښې اوسېږم، خو زۀ د هغه خلقو سره هم اوسېږم چې څوک د روح عاجزان او توبه ګار وى، نو چې داسې زۀ د هغوئ خوشحالى او حوصله بحال کړم.

16 زۀ به همېشه خپلو خلقو سره جنګ نۀ کوم، او تل تر تله به ترېنه خفه نۀ يم. کۀ ما داسې وکړل نو د خلقو نه به ساه وځى، هغه ژوندون ورکوونکى ساه چې ما تخليق کړې ده.

17 د هغوئ د بدترين لالچ په وجه زۀ هغوئ ته په قهر وم، نو په دې وجه ما هغوئ له سزا ورکړه او هغوئ مې رد کړل. خو هغوئ ضديان وُو او بيا بيا به خپلو لارو ته راواپس کېدل.

18 هغوئ چې څۀ کوى ما هغه ليدلى دى، خو باوجود د دې به زۀ هغوئ ښۀ کړم. زۀ به د هغوئ رهنمائى کوم او چې څوک غمژن وى نو زۀ به تسلى ورکوم.

19 زۀ به د هغوئ په ژبه باندې د حمد و ثناء الفاظ راولم. کۀ څوک لرې وى او کۀ نزدې وى، نو زۀ به هغه ټولو ته امن پېش کوم، او زۀ به ورله شفا ورکوم.

20 خو بدعمله خلق د چپې وهونکى سمندر په شان دى، چې هيڅکله په آرام کيږى نه او چپې يې ځان سره ګند ګريل راوړى.“

21 زما مالِک خُدائ فرمائى، ”د بدعمله خلقو دپاره امن نشته.“

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan