يشعياه 52 - Pakistani Yousafzai Pashtoدوه پنځوسم باب د خُدائ پاک د يروشلم بچ کول 1 اے يروشلمه، پاڅه، ويښ شه. خپلې د طاقت جامې واغونده. اے مقدسې ښاريې، د شان او شوکت والا جامې واغونده. ناسنته او ناپاک خلق به هيڅکله ستا په دروازو بيا درننه نۀ وځى. 2 اے يروشلمه، د ځان نه خاورې وڅنډه او پاڅه او په تخت کښېنه. اے د صيون قېد شوې لورې، د غلامۍ زنځيرونه د خپلې غاړې نه وشلوه. 3 مالِک خُدائ فرمائى، ”کله چې تاسو غلامان شوئ، نو ستاسو په سر پېسې نۀ وې ورکړے شوې، او چې کله تاسو آزادولے شئ نو ستاسو په سر به پېسې نۀ شى ورکولے.“ 4 مالِک خُدائ تعالىٰ فرمائى، ”ډېره موده وړاندې زما خلق مِصر ته د څۀ مودې دپاره لاړل، خو اوس اسوريان بغېر د څۀ وجې په هغوئ باندې ظلم زياتے کوى.“ 5 مالِک خُدائ فرمائى، ”او په بابل کښې هم هغه کار شوے دے يعنې، زما خلق قېديان دى او د هغوئ په سر هيڅ پېسې نۀ دى ورکړے شوې. څوک چې په هغوئ حکومت کوى نو هغوئ هر وخت زما د نوم سپکاوے کوى. 6 نو داسې به زما خلقو ته زما د نوم پته وى، او داسې به هم په هغه ورځ هغوئ ته پته ولګى چې هم زۀ کلام کوم او زۀ حاضر يم.“ 7 د هغوئ قدمونه څومره ښکلې دى چې په غرونو باندې روان دى او زېرے راوړى. ځکه چې هغه به د امن و امان پېغام او د خلاصون اعلان کوى، او صيون ته به وائى، ”ستا خُدائ پاک بادشاه دے.“ 8 څوک چې د ښار حفاظت کوى نو هغوئ د خوشحالۍ چغې وهى، هغوئ په خپلو سترګو باندې ګورى چې مالِک خُدائ صيون ته واپس راروان دے. 9 اے د يروشلم کنډرو، په يو ځائ د خوشحالۍ سندرې ووايئ. مالِک خُدائ به خپل ښار بچ کړى او خپلو خلقو له به تسلى ورکړى. 10 مالِک خُدائ به د خپل مقدس طاقت نه کار واخلى، خُدائ پاک به خپل خلق بچ کړى، او ټول قومونه او ټوله دُنيا به په خپلو سترګو دا وګورى. 11 ځئ، ځئ، د دغه ځائ نه ځئ. چې يو ناپاک څيز له هم لاس ورنۀ وړئ، څوک چې د مالِک خُدائ د کور سامان وړى تاسو خپل ځانونه پاک وساتئ او لاړ شئ. 12 ضرورى نۀ ده چې تاسو په منډه لاړ شئ، او نۀ تاسو ته اچانک د تېښتې ضرورت شته، ولې چې مالِک خُدائ به ستاسو نه وړاندې ځى، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک به د وروستو نه ستاسو حِفاظت کوى. کړېدلے خِدمت کوونکے 13 ګورئ، زما خِدمت کوونکے به په خپل کار کښې کامياب شى، د هغۀ به ډېر زيات عزت کيږى. 14 خو کله چې يې هغه وليدو نو ډېر خلق حېران شول، د هغۀ شکل صورت داسې خراب وو چې هغه د نورو انسانانو په شان نۀ ښکارېدو. 15 اوس به ډېر قومونه هغۀ ته حېران شى، او د هغۀ په وړاندې به د بادشاهانو د خولې نه خبرې نۀ وځى. ځکه چې هغوئ به هغه څۀ وګورى چې د څۀ ورته وئيلے شوى نۀ وى، او هغوئ به په هغه څۀ پوهه شى د څۀ چې يې اورېدلى نۀ وى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society