Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

يشعياه 47 - Pakistani Yousafzai Pashto


اووۀ څلوېښتم باب د بابل سره عدالت کېدل

1 اے د پېغلې په شان بابله، د خپل تخت نه راکوز شه، او په زمکه په خاورو کښې کښېنه. ځکه چې ستا په تخت د ناستې وخت ختم دے. اے بابله، تۀ به بيا د شهزادګۍ په شان نرم او نازک نۀ يې.

2 د ژرندې کاڼے واخله او اوړۀ مېده کړه. نقاب لرې کړه، خپلې ښائسته جامې وباسه، پېنڅې اوچتې کړه چې د نِهرونو نه پورې وځې.

3 خلق به تا وګورى چې بربنډ يې، هغوئ به ستا شرمګاه وګورى. زۀ به بدله واخلمه او هيڅ څوک به نۀ پرېږدم.

4 د بنى اِسرائيلو مقدس ذات مونږ په بيعه اخستى يُو، د هغۀ نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.

5 اے د بابليانو لورې، په تيارۀ کښې خاموش کښېنه، نور به تا ته څوک د قومونو مَلِکه نۀ وائى.

6 زۀ خپلو خلقو ته غصه وم، ما هغوئ له داسې سزا ورکړه چې تا ته مې حواله کړل. او تا په هغوئ باندې هيڅ رحم ونۀ کړو، او په بوډاګانو دې هم ډېر دروند بوج کېښودو.

7 تا وئيل، ”زۀ به همېشه مَلِکه يم.“ او هيڅکله دې فکر نۀ دے کړے او نۀ دې د دې په اَنجام باندې غور وکړو.

8 نو اوس دا خبره واوره، اے د عېش سره مينه لرونکې، تۀ خپل ځان محفوظ ګڼې او وائې، ”هم زۀ يم. او زما نه بغېر بل څوک نشته. زۀ به نۀ کله کونډه شم او نۀ بې‌اولاده.“

9 خو په يوه لحظه او هم په يوه ورځ کښې به دا دواړه کارونه درسره وشى. تۀ چې هر څومره د جادو نه کار واخلې، خو ستا خاوند او بچى به ختم شى.

10 تا خپل ځان په بدعملۍ کښې محفوظ وګڼلو، ستا خيال دا وو چې هيڅ څوک دې نۀ وينى. خپل حِکمت او پوهې تۀ بې‌لارې کړې، او تا د خپل ځان سره ووئيل چې، ”هم زۀ يم. او زما نه بغېر بل څوک نشته.“

11 داسې افت به په تا راشى، چې ستا يو جادو منتر به هم دا منع کولے نۀ شى. تباهى به په تا باندې راشى او هيڅ منښته به دا بندولے نۀ شى. وبا به په تا باندې ناڅاپه راشى، او تۀ به د هغې دپاره تياره نۀ يې.

12 خپل جادو او کوډې ځان سره وساته، تا د وړوکوالى نه دا استعمال کړى دى. کېدے شى چې دا ستا دپاره مددګار ثابت شى، او تۀ په دې خپل دشمنان ويروى.

13 تا له چې کومې مشورې درکړے کيږى نو د هغې نه تۀ ستړے يې. ستا نجوميان چرته دى، چې ستورو ته ګورى او مياشت په مياشت پېشګويانې کوى؟ هغوئ دې راشى او څۀ چې کېدونکى دى تا دې د هغې نه بچ کړى.

14 هغوئ په اور کښې د سوزېدونکى بوسو په شان دى چې خپل ځان د دې د لمبو نه نۀ شى بچ کولے. دا به د سکرو اور نۀ وى چې انسان ورته کښېنى او ځان ګرم کړى.

15 هغوئ به تا مايوسه کړى، چا سره چې تۀ د ځوانۍ نه په وفادارۍ چلېدلے يې. هر يو به درنه په خپله مخه لاړ شى، او داسې به هيڅ څوک پاتې نۀ وى چې تاسو بچ کړى.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan