يشعياه 39 - Pakistani Yousafzai Pashtoيو کم څلوېښتم باب د بابل پېغام وړُونکى 1 تقريباً هم په هغه وخت د بابل بادشاه د بلدان زوئ مرودکبلدان خبر شو چې حزقياه بادشاه بيمار وو او اوس روغ شوے دے، نو مرودکبلدان ورله يو خط او يوه تُحفه ولېږله. 2 حزقياه پېغام وړونکو ته په خېر راغلے ووئيل او هغوئ ته يې خپل سپين زر، سرۀ زر، خپلې مصالحې او قيمتى تېل او ټول فوجى سامان او وسله وښودل. د هغۀ د ګودام په کوټو کښې يا د هغۀ د بادشاهۍ په بل ځائ کښې هم داسې څۀ پاتې نۀ شول چې هغۀ ورته ښودلى نۀ وُو. 3 بيا يشعياه پېغمبر حزقياه بادشاه له لاړو او تپوس يې ترې نه وکړو چې، ”دا سړى د کوم ځائ نه راغلى دى او هغوئ تا ته څۀ ووئيل؟“ حزقياه ورته وفرمائيل، ”هغوئ د يو لرې مُلک، بابل نه راغلى دى.“ 4 هغۀ ورته وفرمائيل، ”هغوئ په محل کښې څۀ وليدل؟“ حزقياه ورته وفرمائيل چې، ”هغوئ هر څۀ وليدل. د ګودام په کوټو کښې داسې څۀ نشته چې ما ورته ښودلى نۀ وى.“ 5 بيا يشعياه بادشاه ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى، 6 يو داسې وخت راروان دے چې ستا په محل کښې هر يو څيز، چې ستا پلار نيکۀ تر ننه پورې جمع کړى دى، نو هغه به بابل ته يوړے شى. هيڅ به هم پاتې نۀ شى. 7 ستا د خپل اولاد نه به څۀ بوتلے شى او هغوئ به د دې دپاره خصيان کړے شى چې د بابل بادشاه په محل کښې خِدمت کوى.“ 8 نو حزقياه بادشاه د دې په مطلب پوهه شو چې د هغۀ په ټول ژوند کښې به امن او سلامتيا وى، نو هغۀ ورته وفرمائيل، ”تا چې ما له د مالِک خُدائ نه کوم پېغام راوړے دے هغه ښۀ دے.“ |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society