يشعياه 35 - Pakistani Yousafzai Pashtoپينځۀ دېرشم باب د پاکوالى لار 1 صحرا او اوچه زمکه به خوشحالى وکړى، او په بيابان کښې به ګلونه غوټۍ شى. 2 صحرا به سندرې وائى او د خوشحالۍ چغې به وهى، دا صحرا به د لبنان د غرونو په شان شنه وى او د کرمل غر په شان او شوکت والا او د شارون پټو په شان به زرخېزه وى. نو هر يو کس به د مالِک خُدائ شان او شوکت ووينى، او زمونږ د خُدائ پاک لوئى او عظمت به ووينى. 3 کوم لاسونه چې ستړى شوى دى نو هغې له طاقت ورکړه او هغه ګوډو له طاقت ورکړه چې د کمزورۍ په وجه لړزيږى. 4 څوک چې بېحوصلې شوى دى نو هغوئ ته ووايه، ”تکړه شئ او مۀ يرېږئ. خُدائ پاک راروان دے چې تاسو بچ کړى، او ستاسو دشمنانو له سزا ورکړى.“ 5 نو د ړندو به سترګې وغړيږى، او د کڼو به غوږونه اورېدل شروع کړى. 6 ګوډ به د هوسۍ په شان ټوپونه وهى، او ګونګيان به د خوشحالۍ سندرې وائى. په صحرا کښې به چشمې راوځى او په بيابان کښې به د اوبو نِهرونه بهيږى، 7 د بلېدونکې شګې نه به تالاب جوړ شى، او اوچه زمکه به د چينو نه ډکه شى. چرته چې ګيدړان اوسېدل، نو هلته به د نمژنې زمکې واښۀ او لوخې راوټوکيږى. 8 هلته به يو لوئ سړک وى، چې نوم به يې ”د پاکوالى لار“ وى. ناپاک خلق به په دې باندې سفر نۀ کوى، ځکه چې دا لار صرف هغه خلقو دپاره مخصوص شوې ده کوم چې په نېغه لار ځى، او کم عقل خلق به په دې لار نۀ شى تلے. 9 هلته به زمريان نۀ وى، بد ځناور به په هغه لار باندې نۀ تېريږى او نۀ به هلته پاتې کيږى. خو مالِک خُدائ چې څوک بچ کړى وى نو هغوئ به په هغه لار باندې ځى. 10 هغوئ چې د چا فديه مالِک خُدائ ورکړې ده هغوئ به واپس راشى او سندرې به وائى، څنګه چې يروشلم ته داخل شى نو د هغوئ زړونه به همېشه د خوشحالۍ نه ډک وى، او هغوئ به دومره زيات خوشحاله وى چې غم او پرېشانۍ به ترې وتښتى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society