Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

يشعياه 32 - Pakistani Yousafzai Pashto


دوه دېرشم باب په اِنصاف سره د يو بادشاه حکمرانى

1 ګورئ، يو بادشاه به په اِنصاف سره حکمرانى کوى. او د هغۀ آفسران به هم په اِنصاف سره حکمرانى کوى.

2 د بادشاه هر يو کس به د سيلۍ نه د حِفاظت، او د طوفان نه د پټېدو د ځائ په شان وى. هغوئ به د داسې نِهر په شان وى چې په صحرا کښې بهيږى او هغوئ به په خُشک مُلک کښې د لوئ ګټ د سورى په شان وى.

3 نو بيا چې د چا سترګې وى نو هغوئ به حقيقت وينى، او چې د چا غوږونه وى نو هغوئ به د اورېدو جوګه وى.

4 څوک چې د بې‌صبرۍ نه کار اخلى هغوئ به هوښيار شى، او چاړاګان به صفا او روانۍ سره خبرې کوى.

5 څوک به دا نۀ وائى چې کم عقل کس عزتمند وى او يا بدعمله کس نېک وى.

6 يو کم عقل کس د کم عقلتوب خبرې کوى او د بدعملۍ کولو منصوبې جوړوى. هغه د بې‌دينۍ خبرې کوى او د مالِک خُدائ خلاف کُفر غروى. هيڅکله اوږو خلقو له خوراک نۀ ورکوى او تږى د څۀ څښلو نه محرومه ساتى.

7 کم عقل انسان بدعمله وى او د بدعملۍ کارونه کوى، هغه د دروغو سره د غريب د تباه کېدو منصوبې جوړوى اګر کۀ حاجتمند په حقه هم وى.

8 خو عزتمند انسان د صداقت کار کوى او چې کوم کار صحيح وى نو په هغې باندې کلک ولاړ وى.


د يروشلم د ښځو دپاره خبردارے

9 اے هغه ښځو، څوک چې په آرام سره ژوند تېروئ زما خبره واورئ. اے بې‌پرواه لوڼو زما خبره په غور سره واورئ.

10 يو کال او څو ورځې پس به تاسو بې‌پرواه ښځې په لړزان شئ، ځکه چې د انګورو فصل به ضائع شى او مېوې به هيڅکله نۀ پخيږى.

11 اے هغه ښځو، څوک چې په آرام سره ژوند تېروئ، د يرې نه ولړزېږئ. اے بې‌غمه لوڼو د يرې نه ورپېږئ. خپلې کپړې وباسئ بربنډې شئ او د ټاټ جامې واچوئ.

12 د زرخېزه پټو او د انګورو باغونو دپاره د خفګان نه خپلې سينې وهئ.

13 زما د خلقو په مُلک کښې د ازغو او غنو بوټى راشنۀ شوى دى. ستاسو د کورونو خندا او د ښارونو خوشحالى به ختمه شى.

14 محل به خوشے پاتې شى او مرکزى ښار به خالى شى. د کورونو او قلعو نه به د تل دپاره کنډرات جوړ شى، چرته به چې ځنګلى خرونه ګرځى او ګډې به په کښې څريږى.

15 ترڅو چې خُدائ پاک خپل روح په مونږ نازل نۀ کړى نو تر هغه وخته پورې به حالات هم داسې وى. خو بيا به هغه خوشے مُلک آباد شى او د باغ مېوه دارې ونې به يې لکه د ځنګل په شان ګڼې وى.

16 نو بيا به اِنصاف په صحرا کښې استوګنه کوى، او صداقت به په مېوه دار باغ کښې اوسيږى.

17 د صداقت اثر به سلامتى وى، او نتيجه به يې ابدى سکون او حفاظت وى.

18 زما خلق به پُرسکون او محفوظ ځايونو کښې اوسيږى، او د هغوئ کورونه به د امن او سلامتۍ نه ډک وى،

19 اګر کۀ ځنګل تباه شى او ښار مکمل برباد شى.

20 خو بختور يئ تاسو چې د ټولو اوبو په غاړه به فصلونه وکرلے شئ او په آزادۍ سره به خپل خرونه او څاروى وڅرولے شئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan