يشعياه 31 - Pakistani Yousafzai Pashtoيو دېرشم باب د خُدائ پاک د يروشلم حِفاظت کول 1 کوم خلق چې د مدد غوښتلو دپاره مِصر ته ځى نو په هغوئ باندې افسوس. ځکه چې هغوئ د مِصر په لوئ فوجى طاقت، آسونو، جنګى ګاډو او فوجيانو باندې بهروسه کوى. خو هغوئ په مالِک خُدائ باندې يقين نۀ کوى، کوم چې د بنى اِسرائيلو مقدس ذات دے او نۀ ترې نه مدد غواړى. 2 خو مالِک خُدائ پاک هم هوښيار دے. هغه په تاسو افت راولى. هغه خپلې خبرې سر ته رسوى چې بدعمله او هغه خلقو له سزا ورکړى چې څوک د دې بدعمله خلقو حِفاظت کوى. 3 مِصريان خو څۀ خُدايان نۀ دى، هغوئ خو بنى آدم دى. د هغوئ آسونه خو څۀ آسمانى مخلوق نۀ دے ځکه چې دا آسونه د غوښې نه جوړ دى. کله چې مالِک خُدائ خپل لاس اوږد کړى، نو څوک چې د چا مدد کوى نو هغه به راپرېوځى او د چا چې مدد کيږى نو هغه به هم راپرېوځى او دا دواړه به تباه شى. 4 مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”کۀ د شپانو ډلې هر څومره چغې ووهى يا هر څومره آوازونه وکړى، خو هغوئ به يو غړمبېدونکى ازمرى د خپل ښکار نه ونۀ شړى، نو هم دغه شان به مالِک خُدائ ربُ الافواج د صيون په غر راکوز شى او جنګ به کوى. 5 لکه څنګه چې يو مارغۀ د خپلو بچو د بچ کولو دپاره د خپلې جالې دپاسه الوځى رالوځى، نو داسې به زۀ، مالِک خُدائ، ربُ الافواج د يروشلم دپاسه تېر شم د دې د بچ کولو دپاره او د دې حِفاظت به کوم.“ 6 مالِک خُدائ وفرمائيل، ”اے بنى اِسرائيلو، تاسو زما خِلاف سرکشى کړې ده. خو اوس، تاسو ما ته راوګرځئ. 7 يو داسې ورځ راروانه ده چې تاسو ټول به د سرو زرو او سپينو زرو نه جوړ شوى بُتان غورزوئ کوم چې تاسو په خپلو ګناهګارو لاسونو جوړ کړى دى. 8 اسوريان به په تُوره تباه شى خو دا تُوره به د انسان نۀ وى. د خُدائ پاک تُوره به هغوئ ووهى او هغوئ به وارخطا شى او تښتى به. د اسوريانو ځوانانو نه به په زور کار اخستلے شى. 9 د يرې د وجې به هغوئ خپله قلعه پرېږدى، او د هغوئ آفسران به د مالِک خُدائ د جنګى جنډې نه ويريږى.“ دا مالِک خُدائ فرمائيلى دى، د چا اور چې په صيون کښې بليږى، او د چا تنور چې په يروشلم ګرميږى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society