يشعياه 25 - Pakistani Yousafzai Pashtoپينځويشتم باب د ثناء صِفت يو حمد 1 اے مالِکه خُدايه، تۀ زما خُدائ پاک يې، زۀ به ستا درناوے کوم او ستا د نوم ثناء صِفت به کوم. تا عجيبه عجيبه کارونه کړى دى، تا چې ډېر پخوا کومې منصوبې جوړې کړې وې، تا بېشکه هغه د وفادارۍ سره پوره کړې دى. 2 تا ښارونو نه د ملبو ډيرى جوړ کړى دى، او د هغوئ د پَخو دېوالونو قلعې دې په کنډراتو بدل کړى دى. د پردى مُلک د خلقو د قلعې په شان محلونه داسې خاورې شوى دى چې بيا به هيڅکله ورته ښار ونۀ شى وئيلے او نۀ به کله دوباره آباد کړے شى. 3 نو په دې وجه د تکړه قومونو خلق به ستا ثناء صِفت کوى، او د ظالمانو قومونو په ښارونو کښې به ستا نه يره کيږى. 4 تۀ د غريبانانو حفاظت کوونکے يې، او د مصيبت په وخت کښې د ضرورتمندو حِفاظت کوونکے يې. تا هغوئ له د طوفانونو نه پناه ورکړې ده، او د سوزونکى ګرمۍ نه دې سورے ورکړے دے. د ظالمانو پوکى لکه د ژمى د طوفانى باران په شان وى، 5 لکه د صحرا د ګرمۍ په شان دى. تا د پردى مُلک خلق غلى کړى دى. تا د ظالمانو خلقو آوازونه داسې خاموش کړى دى، لکه چې وريځې سخته ګرمى يخوى. د خُدائ پاک د يو مېلمستيا تيارے کول 6 د صيون په غرۀ به مالِک خُدائ ربُ الافواج د دُنيا د ټولو قومونو دپاره يوه مېلمستيا وکړى، دا مېلمستيا به د ښې غوښې او د انګورو د ښو ميو وى. 7 نو په دې غر به هغه د خلقو نه د مرګ سورے ختم کړى، کوم سورے چې د ټولو قومونو دپاسه ولاړ دے. 8 مالِک خُدائ پاک به مرګ د تل دپاره ختم کړى. او د هر يو کس په مخ باندې به اوښکې اوچې کړى او د ټولې دُنيا نه به د خپلو خلقو بېعزتى لرې کړى. مالِک خُدائ په خپله دا فرمائيلى دى. 9 په هغه وخت به هغوئ وائى، ”وګورئ دا دے زمونږ خُدائ پاک. مونږ د هغۀ په انتظار وُو او هغۀ مونږ آزاد کړُو. دا دے هغه مالِک خُدائ د چا چې مونږ په انتظار وُو. راځئ چې د هغۀ په خلاصون باندې د خوشحالۍ جشن وکړُو.“ د خُدائ پاک موآب له سزا ورکول 10 مالِک خُدائ به د صيون د غرۀ حِفاظت کوى، خو موآب به داسې د پښو لاندې کړے شى لکه چې بوس په غوبل کښې د پښو لاندې کيږى. 11 خُدائ پاک به موآب داسې دباؤ کړى لکه څنګه چې لامبوزن اوبۀ خپلو لاسونو سره لاندې ديکه کوى، هغه به د دوئ غرور او د دوئ ټول بد کارونه ختم کړى. 12 هغه به د موآب د اوچتو دېوالونو والا قلعې تباه کړى او را وبه يې غورزوى او د خاورو سره به يې خاورې کړى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society