Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

يشعياه 24 - Pakistani Yousafzai Pashto


څليريشتم باب د مالِک خُدائ دُنيا له سزا ورکول

1 ګوره، مالِک خُدائ به زمکه ورانه ويجاړه کړى او هم داسې شاړه به يې پرېږدى. هغه به د زمکې مخ کندې کپرې کړى او د دې خلق به خوارۀ وارۀ کړى.

2 هيڅ څوک به بچ پاتې نۀ شى، کۀ هغه اِمامان وى يا عام خلق، مالِک وى کۀ نوکر، مالِکه وى کۀ نوکره، خرڅوونکى وى يا اخستونکى، قرض ورکوونکى يا قرض اخستونکى، کۀ قرضدار وى او کۀ مالدار وى.

3 زمکه به په مکمل طور ورانه ويجاړه او لوټ کړے شى، مالِک خُدائ دا هر څۀ فرمائيلى دى.

4 زمکه اوچيږى او خُشکيږى، ټوله دُنيا به اوچه شى او مړاوې به شى، د دې لوئ لوئ خلق به فنا شى.

5 خلقو دُنيا پليته کړې ده ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک قانون مات کړے دے او هغه لوظ يې مات کړے دے کوم يې چې د همېشه دپاره ورسره کړے وو.

6 نو په دې وجه به زمکه لعنتى شى او نقصان به ورته ورسى، او چې د دې خلقو څۀ بد عمل کړے دے نو د هغې بدله ورته ملاويږى. نو په دې وجه د دُنيا خلق کم شول او ډېر لږ خلق ژوندى پاتې شول.

7 د انګورو بوټى اوچ شوى دى او مے کم شوى دى. هر څوک چې مخکښې خوشحاله وُو نو هغه اوس خفه دى،

8 او د هغوئ د رباب او د تمبل خوشحالۍ نه ډک سازونه او د جشن آوازونه بند شوى دى.

9 اوس خلق د ميو سندرې نۀ وائى، بلکې شراب په هغوئ باندې تراخۀ لګى.

10 شاړ ښار برباد شوے دے او د هر يو کور دروازه کلکه بنده ده چې څوک ورننه نۀ وځى.

11 په کوڅو کښې خلق چغې وهى چې مے ختم شوى دى. هره خوشحالى ختمه شوې ده، خوشحالى د زمکې نه ورکه شوې ده.

12 ښار په کنډر بدل شوے دے او د دې دروازې ذرې ذرې شوې دى.

13 نو په ټوله دُنيا کښې هر يو قوم سره به هم داسې کيږى. صرف لږ خلق به پاتې شى داسې لکه چې د زيتُونو راټولولو نه پس هم لږ پاتې وى او يا د انګورو د راشوکولو نه پس هم په باغ کښې يو څو دانې پاتې وى.

14 خو چې کوم لږ کسان ژوندى پاتې وى نو هغوئ به د خوشحالۍ سندرې وائى. څوک چې د نمرپرېواتۀ طرف ته وى هغوئ به د مالِک خُدائ لوئى بيانوى،

15 د نمرخاتۀ په طرف مُلکونو کښې د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوئ. کوم خلق چې د سمندر په غاړه اوسيږى نو هغوئ دې د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوى، کوم چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے.

16 مونږ د دُنيا د آخرى سرونو نه سندرې اورو، هغه سندرې چې صادق خُدائ پاک ته لوئى ورکوى. خو زما زړۀ د غمه ډک دے. زما دپاره ژاړئ ځکه چې زۀ دوړېږم. دوکې تر اوسه موجودى دى او هر طرف ته دوکه باز دى.

17 اے د دُنيا خلقو واورئ. يره، کندې او دامونه ستاسو دپاره تيار دى.

18 هر څوک چې د يرې نه تښتېدل غواړى نو هغه به په کنده کښې پرېوځى او هر څوک چې د کندې نه ځان خلاصوى نو په دام کښې به ګېريږى. د آسمان نه به ډېر دروند باران وريږى او د زمکې بنيادونه به ولړزيږى.

19 زمکه به وچوى، خوځيږى به او زنګيږى به.

20 زمکه به د شرابى نشه کوونکى په شان زنګيږى او داسې رپيږى لکه چې په طوفان کښې چې چوپال خوځيږى. دا د ګناه په وجه درَنه شوې ده، دا به راوغورزيږى او بيا به هيڅکله پا نۀ څى.

21 په هغه وخت به مالِک خُدائ آسمانى طاقتونو له او د زمکې بادشاهانو له به سزا ورکړى.

22 هغوئ به ګرفتار کړے شى او په يوه قېدخانه کښې به بند کړے شى او ښۀ موده پس به ورته سزا ورکړے شى.

23 نو سپوږمۍ به توره شى او د نمر رڼا به کمه شى، ځکه چې مالِک خُدائ ربُ الافواج به حکومت کوى. هغه به په يروشلم کښې د صيون په غرۀ باندې د مشرانو په وړاندې شان او شوکت سره بادشاهى کوى.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan