Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

يشعياه 22 - Pakistani Yousafzai Pashto


دوويشتم باب د يروشلم په حقله پېغام

1 دا پېغام د رويا د وادۍ د يروشلم په حقله دے. څۀ شوى دى؟ دا ټول خلق ولې د کورونو چتونو ته د خوشحالۍ دپاره خېژى؟

2 ټول ښار بې‌قراره دے او د شور شرابې نه ډک دے. ستاسو مړى په تُوره نۀ دى قتل کړے شوى او نۀ په مېدانِ جنګ کښې مړۀ دى.

3 ستاسو ټول مشران وتښتېدل او هغوئ لا يو غشے هم نۀ وو ويشتلے چې ونيولے شول. باقى خلقو هم د تښتېدو کوشش وکړو خو هغوئ هم قېد کړے شول.

4 ځکه ما ووئيل، ”ما پرېږده چې په چغو چغو وژاړم. ما له د تسلۍ راکولو کوشش مۀ کوئ. ما پرېږدئ چې د خپلو خلقو دپاره وژاړم، زۀ ګورم چې هغوئ تباه کيږى.“

5 په حقيقت کښې مالِک خُدائ، ربُ الافواج دا وخت راوستے دے. د رويا په وادۍ کښې ګډوډى ده، خلق هيبتناکې منډې وهى او د هغوئ د ژړا چغې غرونو ته رسى.

6 د عيلام د مُلک نه په آسونو سوارۀ فوجيان راغلل، چې کمان او غشى ورسره وُو. او د قير د مُلک فوجيانو خپل ډالونه راخستى وُو.

7 د يهوداه بهترينې واديانې د جنګى ګاډو نه ډکې وې، په آسونو سوارۀ فوجيان د يروشلم د دروازو په مخکښې حملې دپاره ولاړ وُو.

8 يهوداه چې د خپل تحفُظ دپاره څومره بندوبست کړے وو هغه ختم شوے دے. په هغه ورځ تاسو څۀ وکړل؟ په هغه وخت کښې تاسو په هغه وسله باندې بهروسه وکړه کومه چې د ځنګل کور نومې ځائ کښې ساتلے شوې وه.

9-10 په يروشلم کښې تاسو د هغه ځايونو جائزه واخسته چرته چې دېوالونو مرمت غوښتو. تاسو په يروشلم کښې د ټولو کورونو معائنه وکړه او څۀ کورونه مو د دې دپاره راغورزول چې د ښار د دېوالونو د مرمت کولو دپاره ترې نه کاڼى واخلئ. د اوبو جمع کولو دپاره،

11 تاسو د ښار د دېوالونو په مينځ کښې د هغه اوبو رايسارولو دپاره تالاب جوړ کړو کومې اوبۀ چې د زوړ ډنډ نه رابهېدلې. خو تاسو خُدائ پاک ته هيڅ توجو ونۀ کړه، چې هغۀ ډېر د پخوا نه د دې هر څۀ منصوبه جوړه کړې وه او هغۀ داسې وکړل.

12 بيا مالِک خُدائ پاک ربُ الافواج تاسو ته آوازونه کول چې ژړا او ماتم کوئ، خپل سرونه کل کړئ او د ټاټ جامې واغوندئ.

13 خو د هغې په ځائ، تاسو خندا او خوشحالى کوله. تاسو څاروى او ګډې حلالې کړې چې وې خورئ او تاسو مے څښل. تاسو وئيل، ”مونږ له ښۀ خوراک څښاک په کار دے، ځکه چې سبا به مړۀ يُو.“

14 مالِک خُدائ ربُ الافواج په خپله ما سره خبرې وکړې او راته يې وفرمائيل، ”ترڅو پورې چې تاسو ژوندى يئ نو دا بد عمل به درته هيڅکله معاف نۀ شى. ما، مالِک خُدائ پاک، ربُ الافواج دا فرمائيلى دى.“


د شبنا دپاره خبردارے

15 مالِک خُدائ پاک، ربُ الافواج ما ته وفرمائيل چې، ”شبناه له لاړ شه، چې هغه د شاهى خاندان اِنتظام کوونکے دے او هغۀ ته ووايه،

16 تۀ دلته څۀ کوې؟ تا له دلته د خپل قبر جوړولو اجازت چا درکړے دے؟ تۀ څوک يې چې دلته به د ځان دپاره په اوچت ځائ کښې مزار جوړ کړې او په ګټ کښې د ځان دپاره قبر جوړ کړې؟

17 اے سړيه، مالِک خُدائ به دې راونيسى او لرې به دې وغورزوى.

18 هغه به تا د پنډوسکى په شان ګول مول کړى او يو بل لوئ مُلک ته به دې وغورزوى. او تۀ به هلته مړ شې، او ستا ښائسته جنګى ګاډۍ به هم هلته پرتې وى. ولې چې تۀ د خپل نېک د خاندان دپاره د بې‌عزتۍ سبب جوړ شوے يې.

19 مالِک خُدائ فرمائى، زۀ به تا د خپلې عُهدې نه لرې کړم او د خپل اوچت مقام نه به دې راکوز کړم.

20 په هغه ورځ به زۀ خپل خِدمتګار د خِلقياه زوئ اِلياقيم راوغواړم.

21 زۀ به هغۀ ته ستا سرکارى چُوغه او کمربند ورواچوم او تا چې کوم اختيارات لرل نو هغه ټول به هغۀ له ورکړم. هغه به د يروشلم او د يهوداه د خلقو د پلار په شان وى.

22 زۀ به هغۀ له د داؤد د خاندان چابيانې ورکړم. چې کومه دروازه هغه کولاو کړى هغه به څوک بندولے نۀ شى او چې کومه دروازه هغه بند کړى هغه به څوک کولاولے نۀ شى.

23 زۀ به هغۀ يوه لويه مرتبه ورکړم لکه څنګه چې په دېوال کښې مېخ کلک لګېدلے وى، او دا به د هغۀ د خاندان دپاره د عزت سبب وګرځى.

24 بيا به د هغۀ د پلار د خاندان ټول وزن په هغۀ باندې راځوړند شى. او د هغۀ ټول اولاد او خپلوان به د لوښو په شان د وړې پيالۍ نه واخله تر غټ مرتبان پورې به دې مېخ پورې راځوړند وى.

25 ربُ الافواج وفرمائيل، يو وخت به راشى چې دا کلک لګېدلے مېخ به راوغورزيږى او چې په دې باندې څۀ هم راځوړند وى نو هغه به مات شى. مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.“

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan