يشعياه 20 - Pakistani Yousafzai Pashtoشلم باب د يو پېغمبر نښه څرګندول 1 په کوم کال چې د اسور د بادشاه د سرجون په حُکم د اسوريانو د لښکر فوجى مشر په اشدود ښار باندې حمله وکړه او دا يې قبضه کړو، 2 په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د آموص زوئ يشعياه ته فرمائيلى وُو چې هغه څپلۍ او د ټاټ هغه جامې وباسى کومې چې هغۀ اغوستې وې. نو هغۀ دا حُکم ومنلو او بربنډ او بغېر د څپلو نه روان شو. 3 نو بيا مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زما خِدمت کوونکے يشعياه درې کاله بربنډ او بغېر د څپلو نه ګرځېدلے دے. دا د هغې نښه ده چې په مِصر او ايتهوپيا باندې به څۀ کيږى. 4 د اسور بادشاه چې د دې دوو مُلکونو نه قېديان نيولى دى نو هغوئ به بربنډ بوځى. زلمى او بوډاګان به د څپلو نه بغېر او بربنډ روان وى، د هغوئ کوناټى به ښکارى، دا به د مِصر دپاره د شرم خبره وى. 5 چا چې په ايتهوپيا باندې يقين ساتلے وى او په مِصر باندې يې لافې وهلې وى نو هغوئ به مايوسه شى او وبه شرميږى. 6 کله چې هغه وخت راشى نو کوم خلق چې د فلستيه د سمندر په غاړه اوسيږى نو هغوئ به ووائى، وګورئ، په هغه خلقو څۀ وشول چې په چا باندې مونږ دا يقين کولو چې مونږ به د اسور د بادشاه نه بچ کړى. خو اوس زمونږ دپاره د خلاصى لار هم نشته.“ |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society