Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

يشعياه 16 - Pakistani Yousafzai Pashto


شپاړسم باب موآبيان د نااُميدۍ په حالت کښې

1 د سلع نه د مُلک حکمران ته په کلنګ کښې ګډُورى ورولېږه. دا د صحرا په لاره د صيون لور غرۀ ته ورولېږه.

2 د موآب ښځې د ارنون سيند په غاړه باندې د هغه مارغانو په شان دى چې د جالې نه شړلے شوى وى.

3 هغوئ ژاړى او وائى، ”زمونږ مدد وکړئ، زمونږ دشمنانو نه زمونږ حِفاظت وکړئ. د هغوئ د حملې نه مونږ بچ کړئ. اوس چې مونږ راتښتېدلى يُو نو مونږ سره دوکه مۀ کوئ.

4 زمونږ مهاجر پرېږدئ چې ستاسو په مُلک کښې ايسار شى. څوک چې هغوئ تباه کول غواړى هغوئ نه ورله پناه ورکړئ.“ ظلم زياتے او تباهى به ختم شى او څوک چې د نقصان رسولو کوشش کوى نو هغوئ به مخ د زمکې نه ورک شى.

5 بيا به د داؤد د اولاد يو کس بادشاه شى او هغه به په وفادارۍ او مينې سره په خلقو باندې حکومت کوى. هغه به په صحيح کار کولو کښې تېزى کوى او ګورى به چې د اِنصاف نه کار اخستے شوے دے.

6 مونږ د موآب د غرور په حقله اورېدلى دى. هغوئ مغروره، کبرژن، خود غرضه او سپين سترګې دى. خو د هغوئ لاپې عبث دى.

7 د موآب خلق په خپل حال باندې ژاړى، هغوئ په سلګو سلګو د قير‌حراست ښار کشمش يادوى، د هغوئ حالت بدترين دے.

8 د حسبون پټى او د سبماه د انګورو باغونه تباه شوى دى، دا د انګورو هغه باغونه وُو چې د شرابو سره به يې د قومونو حکمرانان نشه کېدل. په يو وخت کښې د يعزير ښار پورې او په صحرا کښې نمرخاتۀ طرف ته او نمرپرېواتۀ طرف ته د مړ درياب بلې غاړې پورې د دې څانګې رسېدلې دى.

9 خو اوس زۀ د سبماه د انګورو باغونو دپاره هم هغه شان ژاړم لکه څنګه چې د يعزير دپاره ژاړم. د حسبون او اِلى‌عالى دپاره زما اوښکې توئيږى، ځکه چې د فصل لَو نۀ کيږى چې خلق ورسره خوشحاله شى.

10 د باغونو نه خندا او خوشحالى غېبه شوې ده. د انګورو په باغونو کښې يو کس هم آوازونه نۀ کوى او نۀ سندرې وائى. هيڅ څوک هم انګور نۀ چخڼى کوى چې رس ترېنه وباسى، ولې چې ما د خندا نعرې ختمې کړې دى.

11 زړۀ مې لکه د رباب په ساز کښې د موآب د غمه چوى، او زما زړۀ د قير‌حراست دپاره غمژن دے.

12 د موآب خلق هسې خپل ځانونه ستړى کوى او هغوئ په غرونو باندې زيارتونو او خپلو عبادتخانو ته د سوال دپاره ځى، دا به دوئ له هيڅ فائده ورنۀ کړى.

13 دا هغه پېغام وو چې مالِک خُدائ د موآب په حقله مخکښې ورکړے وو.

14 او اوس مالِک خُدائ فرمائى، ”پوره په درې کاله کښې به د موآب لوئ مال دولت ختم شى. او د دې د ډېرو خلقو نه به صرف يو څو ژوندى پاتې شى، او هغوئ به ډېر کمزورى وى.“

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan