يشعياه 15 - Pakistani Yousafzai Pashtoپينځلسم باب د جلاوطنۍ نه راواپس کېدل 1 دا پېغام د موآب په حقله دے. په يوه شپه د موآب ښار عار تباه شوے دے. په يوه شپه د موآب ښار قير تباه شوے دے. 2 د ديبون خلق غر ته ختلى دى چې په خپله عبادتخانه کښې ژړا وکړى. د موآب خلق به د نبو او ميدبا په ښارونو د خفګان نه ژړا کوى، هغوئ د خفګان نه خپل سرونه او ږيرې کلې کړې دى. 3 په لارو کوڅو کښې خلقو د ټاټ جامې اغوستې دى، د ښار په چوکونو کښې او د کورونو په چتونو باندې خلق ژړا او ماتم کوى. 4 د حسبون او اِلىعالى خلق په ژړا دى او د هغوئ ژړا تر يهض پورې اورېدے شى. د موآب فوجيان په يره کښې نعرې وهى، او هغوئ بېحوصلې شوى دى. 5 زما زړۀ د موآب دپاره ژاړى. خلق د ضُعر ښار او عجلتشليشياه ښار ته تښتېدلى دى. خلق په ژړا کښې د لوحيت په طرف خېژى، هغوئ د حورونايم په لار په چغو چغو ژاړى. 6 د نِمريم اوبۀ اوچې شوې دى او د دې واښۀ اوچ شوى دى ټول شينکے ختم شوے دے او يو شين بوټے هم پاتې نۀ دے. 7 نو په دې وجه خلق د خپل ټول مال دولت او سامان سره خاروَلو د وادۍ نه تېريږى. 8 د موآب د حد ټولو پولو سره د ژړا آوازونه راتمبيږى. دا ژړا د اجلائم او بير ايليم په ښارونو کښې اورېدلے شى. 9 د ديبون ښار سره سيند په وينه باندې سور دے او خُدائ پاک به د هغه ځائ په خلقو باندې د هغې نه هم زيات مصيبت راولى. ازمرى به په هغوئ حمله وکړى چې څوک د موآب نۀ بچ وتې وى او په هغوئ هم څوک چې لا په مُلک کښې وى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society