Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

هوسيع 3 - Pakistani Yousafzai Pashto


درېم باب حضرت هوسيع او د هغۀ بې‌وفا ښځه

1 مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”بيا لاړ شه او خپلې ښځې سره مينه کوه اګر چې هغه د خپل عاشق سره زنا کوى. تۀ به د هغې سره هغه شان مينه کوې لکه څنګه مينه چې زۀ د بنى اِسرائيلو سره کوم، اګر چې هغوئ نورو معبودانو ته اوړېدلى دى او بُتانو ته د کشمشو نذرانې پېش کول خوښوى.“

2 نو ما د هغې د مهر دپاره پينځلس د سپينو زرو سيکې او يو نيم سل کلو اوربشې ورکړې.

3 ما هغې ته ووئيل چې، ”تۀ به ډېره موده زما په کور کښې اوسېږې، او په دې دوران کښې به زنا نۀ کوې او هيچا سره به جنسى تعلق نۀ ساتې، ما سره هم نه.“

4 او د بنى اِسرائيلو به هم دغسې حال وى. تر ډېرې مودې به بادشاهان او آفسران نۀ لرى، نۀ به قربانۍ پېش کوى، نۀ به يې مقدسې ستنې وى او نۀ به يې اِمامان وى، او بُتان به هم ورسره نۀ وى.

5 د هغې نه پس به بنى اِسرائيليان راواپس شى او د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک او د خپل بادشاه داؤد د اولاد لټون به کوى. په آخرى ورځو کښې به هغوئ ريږدېدو سره مالِک خُدائ ته راځى او د هغۀ برکتونه به حاصلوى.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan