هوسيع 14 - Pakistani Yousafzai Pashtoڅوارلسم باب د حضرت هوسيع بنى اِسرائيلو ته مِنت کول 1 اے بنى اِسرائيله، مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته راوګرځه، ولې چې ستا ګناهونه ستا د راغورزېدو سبب جوړ شوى دى. 2 مالِک خُدائ ته راوګرځئ او د خپلو ګناهونو اقرار وکړئ، او هغۀ ته ووايئ، ”زمونږ ټول ګناهونه معاف کړه او رحم وکړه او مونږ قبول کړه چې مونږ ستا ثناء صِفت سره تا ته قربانى پېش کړُو. 3 اسور مونږ نۀ شى بچ کولے او نۀ مو جنګى آسونه حِفاظت کولے شى. مونږ چې کوم بُتان جوړ کړى دى هغې ته به هيڅکله نۀ وايو چې تاسو زمونږ معبودان يئ. ځکه چې صرف هم تۀ، مالِک خُدائ په يتيم باندې رحم کوې.“ د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو سره د نوى ژوند وعده 4 بيا مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ به د هغوئ بېوفائى ختمه کړم او شفا به ورکړم. زۀ به د زړۀ د اخلاصه د هغوئ سره مينه کوم، زۀ هغوئ ته نور غصه نۀ يم. 5 زۀ به د بنى اِسرائيل دپاره د پرخې په شان يم. زۀ به هغوئ لکه د نيلوفر ګل و ګلزار کړم، د لبنان د دِيار د ونو په شان به يې جرړې مضبوطې وى. 6 د هغې څانګې به خورې شى لکه د زيتون د ښائسته ونو په شان. د هغې خوشبو به د لبنان د دِيار د ونو په شان وى. 7 زما خلق به يو ځل بيا زما د سورې لاندې اوسيږى. هغوئ به لکه د غلې په شان لوئ شى، او د انګورو د بوټى په شان به ګلونه نيسى. د هغوئ مشهورتيا به د لبنان د ميو په شان وى. 8 اے بنى اِسرائيله، د بُتانو نه ځان لرې ساته. هغه زۀ يم چې ستاسو د دُعاګانو جواب درکوم او ستاسو خيال ساتم. زۀ د هغه ونې په شان يم چې همېشه شنه وى، ستاسو ټولې مېوې زما د طرف نه دى.“ آخرى خبره 9 هر څوک چې هوښيار وى نو هغه دې په دې خبرو باندې پوهه شى او په خپلو زړونو کښې دې ځائ ورکړى. د مالِک خُدائ لارې صحيح دى او صادقان خلق په دې روان وى، خو سرکشه به په دې لارو تيندک وخورى او وبه غورزيږى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society