هوسيع 1 - Pakistani Yousafzai Pashtoاول باب 1 مالِک خُدائ دا پېغام د بيرى په زوئ هوسيع باندې په هغه وخت کښې نازل کړو کله چې عُزياه، يوتام، احاز او حزقياه د يهوداه بادشاهان وُو او يربعام د يوآس زوئ د اِسرائيل بادشاه وو. د حضرت هوسيع ښځه او بچى 2 کله چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو سره د هوسيع په ذريعه اول ځل خبرې وکړې، نو هغۀ هوسيع ته وفرمائيل، ”لاړ شه او زناکارې ښځې سره وادۀ وکړه، او حراميان بچى پېدا کړه، ځکه چې قوم د مالِک خُدائ فرمانبردارى پرېښې ده او په داسې کولو سره مسلسل زنا کوى.“ 3 نو هوسيع لاړو او جُمر د دِبلائم لور سره يې وادۀ وکړو، هغه اُميدواره شوه او يو زوئ يې پېدا شو. 4 نو مالِک خُدائ هوسيع ته وفرمائيل چې، ”په هغۀ باندې ”يزرعيل“ نوم کېږده، ځکه چې په لږ وخت کښې به زۀ د ياهُو بادشاه خاندان له سزا ورکړم، د هغه قتلونو انتقام به ترې نه واخلم کوم چې هغۀ په يزرعيل کښې کړى دى. او زۀ به د اِسرائيل بادشاهى هم ختمه کړم. 5 په هغه ورځ به زۀ د يزرعيل په وادۍ کښې د اِسرائيل د فوجى لښکرو طاقت ختم کړم.“ 6 جُمر يو ځل بيا اُميدواره شوه او په دې ځل يې يوه لور پېدا شوه. او مالِک خُدائ هوسيع ته وفرمائيل، ”په هغې باندې ”لورحامه“ يعنې په چا چې رحم نۀ دے شوے نوم کېږده، ځکه چې زۀ به نور په بنى اِسرائيلو باندې رحم نۀ کوم، او نۀ به زۀ هغوئ معاف کوم. 7 خو زۀ به د يهوداه په خلقو رحم کوم، زۀ به هغوئ د خپلو دشمنانو نه، نۀ په وسلو، او نۀ په لښکرو، نۀ په آسونو او نۀ په جنګى ګاډو، بلکې زۀ مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک به هغوئ په خپل زور او قدرت سره بچ کړم.“ 8 کله چې جُمر خپله لور، لورحامه د پيو نه منع کړه، نو هغه بيا اُميدواره شوه او دوېم زوئ يې پېدا شو. 9 نو مالِک خُدائ هوسيع ته وفرمائيل، ”په هغۀ باندې ”لوعمى“ يعنې زما قوم نۀ دے نوم کېږده، ځکه چې بنى اِسرائيل زما خلق نۀ دى او زۀ د هغوئ خُدائ پاک نۀ يم.“ د اِسرائيل د مُلک بيا آبادېدل 10 خو يو وخت راتلونکے دے چې بنى اِسرائيل به د سمندر د شګو په شان بېشمېره شى او څوک به يې نۀ شمېرلے شى او نۀ به يې څوک ناپ کولے شى. نو بيا په هغه ځائ کښې چرته چې هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې، ”تاسو زما خلق نۀ يئ،“ هلته به هغوئ ته ووئيلے شى چې، ”تاسو د ژوندى خُدائ پاک بچى يئ.“ 11 د يهوداه او اِسرائيل خلق به بيا په يو ځائ راغونډ شى او د ځان دپاره به يو مشر خوښ کړى. او هغوئ به په يو ځائ د جلاوطنۍ نه راواپس شى. نو دا به د يزرعيل دپاره يوه لويه ورځ وى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society