عبرانيان 8 - Pakistani Yousafzai Pashtoاتم باب حضرت عيسىٰ د غوره لوظ مشر اِمام 1 اوس چې کومې خبرې مونږ کوُو په هغې کښې د ټولو نه اهمه خبره دا ده چې زمونږ يو داسې مشر اِمام دے څوک چې په آسمانونو کښې د قادر مطلق خُدائ د تخت ښى لاس ته ناست دے. 2 هغه په هغه مقدس ځائ او هغه حقيقى خېمې کښې خادِم دے چې انسان نۀ بلکې مالِک خُدائ ودرولې ده. 3 ځکه چې هر مشر اِمام د نذارانو او قربانو ورکولو دپاره مقرر دے، نو په کار دى چې زمونږ د اِمام سره هم د ورکولو دپاره څۀ وى. 4 کۀ هغه په زمکه وے نو هغه به اِمام نۀ وے، ځکه چې نور اِمامان شته دے چې د شريعت په مطابق نذرانې پېش کړى. 5 هغوئ چې په مقدس ځائ کښې عبادت کوى، نو هغه د هغه آسمانى عبادت نقل او تصوير دے. ځکه چې موسىٰ کله خېمه ودروله نو هغۀ ته دا هدايت ورکړے شُو چې، ”ګوره چې دا د هغې نقشې په مطابق جوړه کړې چې کومه ما درته په غرۀ باندې ښودلې ده.“ 6 خو کوم خدمت چې عيسىٰ ته ورکړے شوے دے د زوړ لوظ نه د هغۀ مينځګړتوب ډېر زيات بهتر دے ځکه چې دا لوظ د ښۀ وعدو په بنياد شوے دے. 7 ځکه چې کۀ اولنے لوظ بېنقصه وو نو بيا به د دوېم لوظ ضرورت نۀ پېښېدو. 8 خو خُدائ پاک په خلقو کښې نقصان پېدا کړو او هغۀ وفرمائيل، ”مالِک فرمائى چې هغه وخت راروان دے چې زۀ به د اِسرائيل او د يهوداه د خلقو سره يو نوے لوظ وکړم. 9 دا به د هغه لوظ په شان نۀ وى کوم چې ما د هغوئ د پلار نيکۀ سره کړے وو کله چې ما هغوئ د لاس نه ونيول او د مِصر نه مې بهر وويستل، ځکه چې هغوئ ما سره کړے لوظ مات کړو. نو زۀ به هم د هغوئ څۀ پرواه نۀ کوم، مالِک فرمائى. 10 خو دا هغه نوے لوظ دے کوم به چې زۀ پس د دې نه د بنى اِسرائيلو د قبيلې سره وکړم، زۀ به خپل شريعت د هغوئ په مازغو کښې واچوم او د هغوئ په زړونو باندې به يې وليکم. زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم او هغوئ به زما خلق وى. 11 نور به د هغوئ نه يو کس هم خپل ګاونډى ته، او يا خپل ورور ته دا تعليم نۀ ورکوى چې مالِک خُدائ وپېژنه، ځکه چې د وړو نه واخله تر لويو پورې به هغوئ ټول ما پېژنى. 12 ځکه چې زۀ به د هغوئ په قصورونو رحم کوم او زۀ به نور د هغوئ ګناهونه هيڅکله نۀ يادوم.“ 13 کله چې خُدائ پاک د نوې لوظ خبرې وکړې نو اولنے يې منسوخ کړو، او کوم څيز چې منسوخ او زوړ شى هغه به زر فنا شى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society