عبرانيان 7 - Pakistani Yousafzai Pashtoاوؤم باب د مَلِکصِدق د اِمامت طريقه 1 مَلِکصِدق، د شاليم بادشاه او د خُدائ تعالىٰ يو اِمام وو. اِبراهيم چې بادشاهانو له د ماتې ورکولو نه واپس راتلو نو مَلِکصِدق سره مِلاو شو نو هغۀ اِبراهيم له برکت ورکړو. 2 او بيا هغۀ ته اِبراهيم د غنيمت لسمه حِصه ورکړه. مَلِکصِدق د نوم معنىٰ ”د صداقت بادشاه ده“ او د شاليم بادشاه معنىٰ ”د صُلح بادشاه ده.“ 3 هغه بېپلاره، بېموره، او بېنسبنامې دے. او نۀ د هغۀ د ژوند شروع او نۀ آخر شته، خو د خُدائ پاک د زوئ په شان هغه تل تر تله اِمام دے. 4 وګورئ هغه څومره عظيم انسان وو تر دې چې د قوم نيکۀ اِبراهيم ورته د غنيمت د مال لسمه حِصه ورکړه. 5 او هر څوک چې د ليوى اولاد وى هغوئ ته به اِمامت ملاويږى او په شريعت کښې هغوئ ته دا حکم دے چې د هغه خلقو نه چې د هغوئ د خپل قوم نه دى هم لسمه حِصه راغونډه کړى، کۀ څۀ هم چې هغوئ د اِبراهيم اولاد هم وى. 6 خو مَلِکصِدق د هغوئ د نسب نه جدا وو، هغۀ د اِبراهيم نه هم لسمه حِصه راغونډه کړه او مَلِکصِدق اِبراهيم له برکت ورکړو چا سره چې خُدائ پاک د مخکښې نه وعده کړې وه. 7 په دې کښې د بحث خبره نشته چې ورکوټے د لوئ نه برکت مومى. 8 او هغه اِمامان څوک چې لسمه حِصه راټولوى انسانان دى څوک چې مړ کېدونکى دى، خو مَلِکصِدق د هغوئ نه لوئ دے، ځکه چې مونږ ته وئيلے شوى دى چې هغه ژوندے دے. 9 نو مونږ دا وئيلے شُو چې ليوى څوک چې لسمه حِصه راټولوى هغۀ په خپله د اِبراهيم په وسيله لسمه حِصه ورکړه. 10 ځکه کله چې مَلِکصِدق د اِبراهيم سره مِلاو شو نو ليوى لا د خپل نيکۀ اِبراهيم په وجود کښې وو. 11 نو بيا کۀ د ليوى اِمامانو په طريقه خلقو ته شريعت ورکړے شو او د هغوئ د طريقې په مطابق خلق کامِل کېدے شول نو بيا د دې خبرې څۀ حاجت وو چې بل اِمام يعنې مَلِکصِدق دې د هارون په ځائ مقرر کړے شى. 12 ځکه کله چې په اِمامت کښې بدلون راشى نو بيا دا هم ضرورى وى چې شريعت هم بدل کړے شى. 13 نو چې د چا په حقله چې دا خبرې کيږى، هغه د بلې قبيلې دے د کومې نه چې کله هم چا د قربانګاه خِدمت نۀ دے کړے. 14 ځکه چې دا ښکاره خبره ده چې زمونږ مالِک د يهوداه د قبيلې نه پېدا شو او د دې قبيلې په حقله موسىٰ د اِمامت هيڅ ذکر نۀ دے کړے. 15 دا خبره نوره هم صفا شوه د کله نه چې يو بل اِمام، لکه د مَلِکصِدق په شان راښکاره شى، 16 څوک چې د نسبى اصُولو په مطابق نه، بلکې د غېر فانى ژوندون د قوت په مطابق اِمام مقرر شو. 17 ځکه چې د هغۀ په حق کښې دا تصديق شوے دے چې، ”تۀ به د مَلِکصِدق په شان تل تر تله اِمام يې.“ 18 غرض دا چې اولنى احکام يو طرف ته کړے شول ځکه چې دا کمزورى او بېکاره وو، 19 ځکه چې شريعت هيڅ څيز کامِل کړے نۀ دے، او د هغې په ځائ يو قوى اُميد جوړ کړے شو چې د هغۀ په وسيله مونږ خُدائ پاک ته نزدې ورتلے شُو. 20 د هغۀ تصديق د قسم سره وشو. نور اِمامان بغېر د قَسم نه مقرر شوى وُو، 21 خو عيسىٰ په قَسم سره اِمام مقرر کړے شو ځکه چې خُدائ پاک په خپله هغۀ ته وفرمائيل چې، ”مالِک قَسم وخوړو او هغه به د دې نه وروستو نۀ شى چې تۀ به د تل دپاره اِمام يې.“ 22 هم د دې قسم په وجه عيسىٰ د يوې قوى وعدې ضامن شو. 23 پخوا د رِواج په مطابق د اِمامانو شمېر زيات وو ځکه چې مرګ هغوئ د خدمت کولو په عُهده قائم پرې نۀ ښودل. 24 خو د عيسىٰ اِمامت ابدى دے ځکه چې هغه تل تر تله ژوندے دے. 25 نو په دې وجه هغه اوس او همېشه کولے شى چې څوک هم د هغۀ په وسيله خُدائ پاک ته راځى هغه هغوئ ته خلاصون ورکولے شى ځکه چې هغه د هغوئ د شفاعت دپاره همېشه ژوندے دے. 26 ځکه چې مونږ ته هم د داسې مشر اِمام ضرورت دے چې هغه پاک او معصوم او بېداغه وى، او د ګناهګارانو نه جدا او د آسمانونو نه اوچت وى. 27 او هغه دې د نورو مشرانو اِمامانو په شان د دې محتاج نۀ وى چې هره ورځ اول د خپلو ګناهونو دپاره او بيا د اُمت د ګناهونو دپاره قربانۍ ورکوى ځکه چې دا کار هغۀ په يو ځل د ټولو دپاره وکړو کله چې يې خپل ځان قربان کړو. 28 نو شريعت داسې خلق مشران اِمامان مقرروى چې کمزورى وى، خو د شريعت نه وروستو خُدائ پاک خپل زوئ په قَسم خوړلو سره اِمام مقرر کړو، څوک چې د تل دپاره کامِل کړے شوے دے. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society