عبرانيان 6 - Pakistani Yousafzai Pashtoشپږم باب 1 نو راځئ چې د مسيح په حقله د ابتدائى تعليم خبرې پرېږدو او د بلوغيت په طرف قدم اوچت کړُو. مونږ ته د دې ابتدائى کارونو د بار بار کولو ضرورت نشته لکه د شرارت اميز عملونو نه توبه کول او په خُدائ پاک ايمان راوړل 2 او تاسو ته نور د بپتسمو او لاس کېښودلو او د مړو نه د بيا ژوندى کېدلو او د تل عدالت په حقله د تعليم ورکولو ضرورت نشته. 3 او کۀ د خُدائ پاک رضا وى نو مونږ به هم دغه کارونه کوُو. 4 ځکه چې هغوئ ته دا ناممکنه ده چې بيا توبې ويستلو ته جوړ شى څوک چې يو ځل رڼا ته راغلى وى، او د آسمانى نعمتونو خوند يې اخستے وى، او په روحُ القُدس کښې شريک شوى وى 5 او چې د خُدائ پاک د کلام نېکى او د راتلونکى زمانې د قوتونو مزه يې اخستى وى. 6 او څوک چې د خُدائ پاک نه واوړى نو دا ناممکنه ده چې څوک هغوئ بيا توبه ويستلو ته راواړوى نو ځکه چې هغوئ په خپله د خُدائ پاک زوئ په دوېم ځل په سولۍ کوى او په خلقو کښې يې شرموى. 7 هغه زمکه چې د باران په اوبو سيرابه شى کوم چې په هغې مسلسل وريږى او د هغوئ دپاره ښۀ فصل پېدا کوى څوک چې په هغې کښې کرونده کوى، نو هغه زمکه د خُدائ پاک د طرفه برکت مومى. 8 خو کۀ دا زمکه ازغى او جاړې زرغونوى نو دا بېفائدې ده او زر به لعنتى شى او د دې اَنجام به سوزول وى. 9 ګرانو دوستانو، اګر چې مونږ ستاسو په حقله داسې خبرې کوُو خو مونږ په دې باور نۀ يُو چې دا به ستاسو په حقله وى. مونږ په دې خبره مطمئن يُو چې د خلاصون نه به ښۀ مېوه تاسو ته مِلاو شى. 10 ځکه چې خُدائ پاک بېاِنصافه نۀ دے، هغه به ستاسو کار او هغه مينه هېره نۀ کړى چې د هغۀ د نوم د خاطره مو د مقدسينو په خِدمت کولو کښې څرګنده کړه او اوس يې هم کوئ. 11 او مونږ دا غواړو چې په تاسو کښې دې هر يو په پوره اُميد سره تر آخره هم دغه شان کوشش کوى، 12 نو د دې دپاره چې تاسو سست نۀ شئ بلکې د هغوئ په نقش قدم شئ څوک چې د ايمان او صبر په وسيله د لوظ وارثان دى. د خُدائ پاک پوخ لوظ 13 کله چې خُدائ پاک د اِبراهيم سره لوظ وکړو نو د هغۀ نه بل څوک لوئ نۀ وو چې قسم يې پرې کړے وے نو ځکه هغۀ په خپل نوم قسم وکړو. 14 هغۀ وفرمائيل چې، ”زۀ به تا له په رښتيا په برکتونو برکتونه درکوم او ستا اولاد به ډېر زياتوم.“ 15 او دغه شان اِبراهيم په صبر کولو هغه لوظ حاصل کړو. 16 انسانان يقيناً چې د خپل ځان نه په لوئ څيز قسم خورى او د هغوئ د هر يو بحث آخرى ثبوت د قسم سره وى. 17 هم په دې طريقه کله چې خُدائ پاک وغوښتل چې د وعدې وارثانو ته خپل هغه نۀ بدلېدونکے مقصد نور هم روښانه کړى، نو هغۀ د دې د ضمانت دپاره قسم هم وکړو. 18 نو د دې دواړو نۀ بدلېدونکو خبرو په وجه دا ناممکنه ده چې خُدائ پاک غلط ثابت شى، او مونږ چا چې په هغۀ کښې پناه اخستې ده نو مونږ دې په ډېره زړۀ ورتيا سره هغه اُميد راټينګ کړُو چې زمونږ په وړاندې دے. 19 دا زمونږ اُميد دے او دا زمونږ د ژوند دپاره رښتينے او مضبوط لنګر دے او دا داسې اُميد دے چې د پړدې دننه مقدس مقام ته رسېدلے دے، 20 چرته چې عيسىٰ زمونږ نه وړاندې زمونږ دپاره لاړو او د تل دپاره د مَلِکصِدق په شان مشر اِمام جوړ شو. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society