Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

عبرانيان 5 - Pakistani Yousafzai Pashto


پينځم باب

1 هر مشر اِمام د انسانانو نه د دې دپاره منتخب کيږى چې خُدائ پاک ته د خلقو نمائندګى وکړى او د انسانانو د ګناهونو دپاره نذرانې او قربانۍ پېش کړى.

2 او هغه د دې جوګه دے چې د ناپوهه او ګمراهانو سره په نرمۍ سلوک وکړى ځکه چې په هغۀ کښې هم هغه شان کمزورتيا شته دے.

3 نو په دې وجه هغه ضرور د خپلو او هم د خلقو د ګناهونو دپاره قربانى پېش کوى.

4 او هيڅوک هم په خپله د اِمامت دا عزت نۀ شى حاصلولے خو صرف د خُدائ پاک په مرضۍ يې حاصلولے شى لکه څنګه چې هارون حاصل کړے وو.

5 دغه شان مسيح هم د مشر اِمام عزت پخپله حاصل نۀ کړو بلکې هغه، هغه چا منتخب کړو چا چې ورته فرمائيلى وُو چې، ”تۀ زما زوئ يې او د نن نه زۀ ستا پلار شوم.“

6 لکه څنګه چې هغه په بل ځائ کښې فرمائى چې، ”تۀ د مَلِک‌صِدق په شان تل تر تله اِمام يې.“

7 کله چې عيسىٰ په زمکه ژوند تېرولو نو په هغه ورځو کښې هغۀ په چغو او اوښکو بهېدلو سره خُدائ پاک ته دُعا او مِنت زارى وکړه چا چې هغه د مرګ نه بچ کولے شو، او د هغۀ دُعا قبوله شوه ځکه چې هغۀ په پوره توګه خپل ځان خُدائ پاک ته وقف کړے وو.

8 اګر چې هغه زوئ وو، خو د تکليفونو په تېرولو هغۀ فرمانبردارى زده کړه.

9 نو چې هغه کامِل کړے شو نو هغه د خپلو ټولو منونکو دپاره د ابدى خلاصون وسيله وګرځېدو.

10 او هغۀ د خُدائ پاک د طرفه د مَلِک‌صِدق په شان مشر اِمام منتخب شو.


د ګمراه کېدو خلاف خبردارے

11 په دې حقله مونږ سره ډيرې خبرې دى خو دا تشريح کول سخت کار دے، ځکه چې تاسو په پوهېدو کښې سست يئ.

12 نو په دې وخت کښې خو تاسو له اُستاذان کېدل په کار وُو، خو تاسو ته د يو کس ضرورت دے چې د خُدائ پاک د کلام بنيادى اصُول بيا در زده کړى، نو تاسو ته د ماشوم په شان د پيو ضرورت دے نه چې د سخت خوراک.

13 ځکه هر څوک چې پئ څښى، هغه لا ماشوم وى او د صداقت د کلام تجربه يې نۀ وى.

14 خو سخت خوراک د بالغه کسانو دپاره وى ځکه چې هغوئ په تجربې سره د ښۀ او بد تر مينځه فرق کولے شى.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan