عبرانيان 3 - Pakistani Yousafzai Pashtoدرېم باب حضرت عيسىٰ د موسىٰ نه لوئ دے 1 نو ځکه اے پاکو وروڼو او خوېندو، تاسو چې په آسمانى بلنه کښې شريک يئ، په هغه رسول او مشر اِمام عيسىٰ غور وکړئ د چا چې مونږ اِقرار کوُو. 2 هغه د هغه خُدائ پاک وفادار شو چا چې هغه منتخب کړے وو او لکه څنګه چې موسىٰ د خُدائ پاک په ټول کور کښې وفادار وو. 3 خو عيسىٰ د موسىٰ نه زيات د جلال لائق دے، لکه څنګه چې د کور جوړونکے د کور نه زيات عزتمند وى. 4 ځکه چې د هر يو کور څوک نه څوک جوړونکے وى، خو د ټولو څيزونو جوړونکے خُدائ پاک دے. 5 موسىٰ د خُدائ پاک په ټول کور کښې د خادِم په شان وفادار وو د دې دپاره چې د راتلونکو خبرو ګواهى ورکړى. 6 خو مسيح د زوئ په حيثيت د خُدائ په کور اختيارمند دے، او مونږ د هغۀ کور يُو کۀ چرې مونږ په هغه اعتماد او فخر قائم پاتې شُو چې د اُميد سره تعلق ساتى. د خُدائ د خلقو دپاره آرام 7 په دې وجه څنګه چې روحُ القُدس فرمائى چې، ”کۀ تاسو نن ورځ د هغۀ آواز واورئ، 8 نو خپل زړونه مۀ سختوئ څنګه چې مو د بغاوت په وخت کښې کړى وُو او د آزمېښت په ورځ مو په بيابان کښې کړى وُو، 9 چرته چې ستاسو پلار نيکۀ زما جاج او آزمېښت وکړو او تر څلوېښتو کالو پورې هغوئ زما کارونه وليدل. 10 په دې وجه زۀ هغې پيړۍ ته غصه وم او ما وفرمائيل چې همېشه د دوئ زړونه زما نه لرى شوى دى، او دوئ زما لارې ونۀ پېژندلې. 11 نو ما په خپله غصه کښې قسم وخوړلو چې، کله به هم هغوئ زما په آرام کښې داخل نۀ شى.“ 12 نو وروڼو او خوېندو، خبردار شئ، په تاسو کښې دې د چا داسې بد او بېايمانه زړۀ نۀ وى چې د ژوندى خُدائ پاک نه واوړى. 13 بلکې هره ورځ يو بل له خبردارے ورکوئ، ترڅو چې نن ورځ ده نو چې په تاسو کښې څوک د ګناه د فريب په وجه سخت زړۀ نۀ شى. 14 ځکه چې مونږ هم د مسيح سره شريک يُو خو کۀ مونږ په خپل اولنى باور تر آخره ټينګ او قائم پاتې شُو. 15 لکه چې صحيفې فرمائى چې، ”کۀ تاسو نن ورځ د هغۀ آواز واورئ، نو خپل زړونه مۀ سختوئ لکه چې تاسو د بغاوت په وخت کښې کړى وُو.“ 16 نو اوس دا څوک وو چا چې هغه آواز واورېدو او بيا هم سرکشه شول؟ دا هغوئ ټول نۀ وُو چا چې د موسىٰ په مشرۍ کښې مِصر پرېښودو؟ 17 او خُدائ پاک د چا نه تر څلوېښتو کالو پورې خفه وو؟ ولې دا هغوئ نۀ وُو، چا چې ګناه وکړه او د چا مړى چې په بيابان کښې پراتۀ وُو؟ 18 او چا ته هغۀ قسم وخوړلو چې، هغوئ به زما په آرام کښې داخل نۀ شى؟ نو دا هغوئ نۀ وُو چا چې نافرمانى وکړه؟ 19 نو مونږ وليدل چې د بېايمانۍ په وجه هغوئ د داخلېدو قابل نۀ شول. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society