Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

عبرانيان 1 - Pakistani Yousafzai Pashto


اول باب حضرت عيسىٰ کلمة اللّٰه دے

1 په تېره زمانه کښې خُدائ پاک زمونږ پلار نيکۀ ته ډېر ځله په مختلفو طريقو د نبيانو په وسيله خبرې وکړې.

2 خو په دې آخره زمانه کښې هغۀ مونږ ته د خپل زوئ په وسيله خبرې وکړې چا چې هغه د ټولو څيزونو وارث مقرر کړو او د هغۀ په وسيله يې کائنات پېدا کړل.

3 هغه د خُدائ د جلال مظهر او هغه د خُدائ د ذات تصوير دے او هغه ټول کائنات په خپل زورَور کلام سمبالوى. کله چې هغۀ زمونږ ګناهونه پاک کړل نو په آسمان کښې د قادر مطلق خُدائ ښى لاس ته کښېناستو.


حضرت عيسىٰ د فرښتو نه لوئ دے

4 نو څنګه چې زوئ د فرښتو نه لوئ دے نو دغه شان د هغۀ نوم د هغوئ نه لوئ دے کوم چې هغۀ ته په ميراث کښې مِلاو شوے دے.

5 ځکه چې خُدائ پاک کله هم کومې فرښتې ته دا نۀ دى فرمائيلى چې، ”تۀ زما زوئ يې، او د نن نه زۀ ستا پلار شوم.“ او بيا دا چې، ”زۀ به د هغۀ پلار يم او هغه به زما زوئ وى.“

6 او بيا چې خُدائ پاک خپل اول پېدا شوے، دُنيا ته راولى نو هغه فرمائى چې، ”د خُدائ پاک ټولې فرښتې دې هغۀ ته سجده وکړى.“

7 او د فرښتو په حقله فرمائى چې، ”هغه د خپلو فرښتو نه هواګانې جوړوى او د خپلو خادِمانو نه د اور شُغلې جوړوى.“

8 خو خپل زوئ ته فرمائى چې، ”اے خُدايه پاکه، ستا تخت به تل تر تله وى او د صداقت امسا ستا د بادشاهۍ امسا ده.

9 تا د صداقت سره مينه او د شرارت نه نفرت وکړو، په دې وجه خُدائ پاک، يعنې ستاسو خُدائ پاک، تۀ د خوشحالۍ په تېلو د خپلو ملګرو په نسبت زيات مسح کړې.“

10 او، ”اے مالِکه، تا د زمکې بنياد د ازل نه کېښودو او آسمان ستا د لاس کار دے.

11 هغه به فنا شى خو تۀ به باقى پاتې يې، او هغه ټول به د جامو په شان زاړۀ شى.

12 تۀ به هغوئ د زړې چُوغې په شان راونغاړې او د جامو په شان به هغوئ بدل کړے شى. خو تۀ به تل تر تله هم هغه يې او د تل دپاره به قائم دائم يې.“

13 خو خُدائ پاک فرښتې ته کله هم نۀ دى فرمائيلى چې، ”تۀ زما ښى لاس ته کښېنه ترڅو چې زۀ ستا دشمنان ستا د پښو د لاندې چوکۍ جوړ نۀ کړم.“

14 ولې ټولې فرښتې خِدمت ګزار روحونه نۀ دى کوم چې د هغه خلقو د خِدمت دپاره رالېږلے شوى دى څوک چې د خلاصون وارثان دى؟

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan