Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

پېدايښت 7 - Pakistani Yousafzai Pashto


اوؤم باب لوئ سېلاب

1 بيا مالِک خُدائ نوح ته وفرمائيل، ”د خپل ټول بال بچ سره کشتۍ ته وخېژه، ما ته پته ده چې يواځې تۀ په ټوله دُنيا کښې هغه صادق سړے يې چې ښۀ عمل کوې.

2 د هر قِسم حلال ځناورو نه اووۀ جوړې واخله، خو د هر قِسم حرام ځناورو نه صِرف يوه يوه جوړه واخله.

3 او هر قِسم مارغانو نه هم اووۀ جوړې واخله، د دې دپاره چې هر قِسم ځناور او مارغان په مخ د زمکې ژوندى پاتې شى.

4 د نن نه اووۀ ورځې پس به زۀ باران راولم چې څلوېښت شپې او څلوېښت ورځې به وريږى، د دې دپاره چې ټول ژوندى د زمکې د مخ نه ورک کړم.“

5 نو نوح هغه هر څۀ وکړل چې څنګه مالِک خُدائ ورته حُکم ورکړے وو.

6 نوح د شپږو سوو کالو وو چې په زمکه سېلاب راغلو.

7 نو په هغه وخت نوح او د هغۀ ښځه، د هغۀ زامن او د هغوئ ښځې کشتۍ ته وختل چې د سېلاب نه ځان بچ کړى.

8 د هر قسم حلالو او حرامو ځناورو او مارغانو او خزندو نه، جوړه جوړه نر او ښځه

9 نوح کشتۍ ته وخېژول، لکه چې څنګه خُدائ پاک حُکم ورکړے وو.

10 اووۀ ورځې پس سېلاب راغلو.

11 چې کله نوح د شپږو سوو کالو وو، نو د دوېمې مياشتې په اوولسمه ورځ د زمکې لاندې د بې‌شمېره چينو خولې راخلاصې شوې او د آسمان ټولې طوفانى دروازې راخلاصې شوې،

12 او په زمکه څلوېښت ورځې او شپې باران وشو.

13 هم په هغه ورځ نوح او د هغۀ ښځه، د هغۀ درې زامن، شيم، حام او يافت او د هغوئ ښځې ټول کشتۍ ته وختل.

14 د دوئ سره هر قِسم څاروى او ځنګلى ځناور، واړۀ او غټ او هر قِسم مارغان هم وُو.

15 د هر قِسم ژوندى څيزونو جوړې د نوح سره کشتۍ ته وختلې،

16 چې څنګه خُدائ پاک حُکم ورکړے وو. بيا مالِک خُدائ په نوح پسې دروازه بنده کړه.

17 څلوېښت ورځې په زمکه سېلاب وو، اوبۀ ډېرې زياتې شوې او کشتۍ يې اوچته کړه.

18 اوبۀ زياتې شوې او کشتۍ د اوبو دپاسه ګرځېده.

19 اوبۀ دومره زياتې شوې چې لوړ لوړ غرونه يې پټ کړل،

20 اوبۀ دومره وختلې چې تقريباً د غرونو د سرونو نه اتۀ ګزه اوچتې شوې.

21 په زمکه هر ژوندے څيز مړ شو، ټول مارغان، ځناور او ټول بنى آدم.

22 په زمکه هر ژوندے مخلوق مړ شو.

23 مالِک خُدائ هر ژوندے څيز د زمکې د مخ نه ورک کړو، بنى آدم، ځناور او مارغان. خو صِرف نوح او هغه ژوندى څيزونه چې د هغۀ سره په کشتۍ کښې وُو ژوندى پاتې شول.

24 او اوبۀ د يو نيم سل ورځو پورې نۀ کمېدلې.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan