Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

پېدايښت 5 - Pakistani Yousafzai Pashto


پينځم باب د حضرت آدم اولاد

1 دا د آدم د اولاد نسب‌نامه ده. کله چې خُدائ پاک بنى آدم پېدا کړو، هغه يې د خپل ځان په شان پېدا کړو.

2 هغوئ يې نر او ښځه پېدا کړل، بختور يې کړل او ”بنى آدم“ نوم يې پرې کېښودو.

3 کله چې آدم د يو سل دېرشو کالو وو، نو د هغۀ يو زوئ وشو چې د هغۀ په شان وو او شيث نوم يې پرې کېښودو.

4 د دې نه پس آدم اتۀ سوه کاله نور ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول

5 او د نهۀ سوه دېرشو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو.

6 کله چې شيث د يو سل پينځو کالو وو، د هغۀ زوئ انوش پېدا شو،

7 هغه نور اتۀ سوه اووۀ کاله ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول،

8 او د نهۀ سوه دولسو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو.

9 کله چې انوش د لس کم سلو کالو وو، د هغۀ زوئ قېنان وشو،

10 او انوش نور اتۀ سوه پينځلس کاله ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول

11 او د نهۀ سوه او پينځو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو.

12 کله چې قېنان د اوياؤ کالو وو، د هغۀ يو زوئ محلل‌اېل پېدا شو،

13 او قېنان نور اتۀ سوه څلوېښت کاله ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول

14 او د نهۀ سوه لسو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو.

15 محلل‌اېل د پينځو شپېتو کالو وو، چې د هغۀ زوئ يارد پېدا شو،

16 او هغه نور اتۀ سوه او دېرش کاله ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول

17 او د پينځۀ کم نهۀ سوو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو.

18 چې کله يارد د يو سل دوه شپېتو کالو وو، د هغۀ زوئ حنوک وشو،

19 او بيا نور اتۀ سوه کاله ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول

20 او د نهۀ سوه دوه شپېتو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو.

21 کله چې حنوک د پينځو شپېتو کالو وو، د هغۀ زوئ مِتهوشله پېدا شو.

22 د دې نه پس، حنوک درې سوه کاله د خُدائ پاک په ملګرتيا کښې ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول.

23 د هغۀ ټول عُمر درې سوه پينځۀ شپېتۀ کاله وو.

24 حنوک خپل ژوند د خُدائ پاک په ملګرتيا کښې تېر کړو او د هغې نه پس خلقو ونۀ ليدو، ځکه چې هغه خُدائ پاک خپل ځان ته پورته اوچت کړو.

25 کله چې مِتهوشله د يو سل اووۀ اتيا کالو وو، د هغۀ زوئ لمک پېدا شو،

26 او هغه نور اووۀ سوه او دوه اتيا کاله ژوندے وو، د هغۀ نور بچى هم پېدا شول

27 او د نهۀ سوه نهۀ شپېتو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو.

28 کله چې لمک د يو سل دوه اتيا کالو وو، د هغۀ يو زوئ وشو،

29 لمک ووئيل، ”دا ماشوم به مونږ له د مالِک خُدائ لعنتى کړے شوې زمکې د سختې خوارۍ نه آرام راکړى.“ نو د هغۀ نوم يې نوح کېښودو.

30 لمک نور پينځۀ کم شپږ سوه کاله ژوندے وو. د هغۀ نور بچى هم پېدا شول

31 او د اووۀ سوو اووۀ اوياؤ کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو.

32 د پينځو سوو کالو عُمر نه پس د نوح درې زامن وشول، شيم، حام او يافت د دوئ نومونه وُو.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan