Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

پېدايښت 39 - Pakistani Yousafzai Pashto


يو کم څلوېښتم باب حضرت يوسف او د فوطيفار ښځه

1 کله چې اِسمٰعيليانو يوسف مِصر ته بوتلو، هغه يې فوطيفار نومې د فِرعون په يو آفسر باندې خرڅ کړو، چې هغه د محل د څوکيدارانو مشر وو.

2 مالِک خُدائ د يوسف مل وو او هغه يې کامياب کړو. هغه د خپل مِصرى نېک په کور کښې اوسېدو،

3 چې هغۀ وليدل چې مالِک خُدائ د يوسف مل دے او هغه يې په هر کار کښې کامياب کړے دے.

4 نو فوطيفار د هغۀ نه خوشحال وو او هغه يې خپل ذاتى خِدمتګار او د خپل کور مشر يې جوړ کړو او خپل هر څۀ يې هغۀ ته وسپارل.

5 هم د هغه وخت نه، هم د يوسف په وجه مالِک خُدائ د دې مِصرى خاندان له برکت ورکړے وو او ورسره هغه هر څيز له يې برکت ورکړو چې د هغۀ په کور او په پټو کښې وُو.

6 فوطيفار چې څۀ هم لرل هغه يې يوسف له ورکړل چې خيال يې ساتى او په خپله يې د خوراک نه بغېر د يو څيز فکر هم نۀ کولو. نو يوسف ښائسته بدن لرلو او ښُکلےځوان وو،

7 او څۀ موده وروستو د هغۀ د نېک ښځې يوسف ته د شوق په سترګه کتل او ورته يې ووئيل، ”راشه او ما سره څمله.“

8 هغۀ اِنکار وکړو او ورته يې ووئيل، ”ګوره، زما نېک په خپله په دې کور کښې د يو څيز فکر هم نۀ کوى، ځکه چې زۀ دلته يم. هغۀ زۀ په خپل هر څيز مشر جوړ کړے يم.

9 زۀ په دې کور کښې د هغۀ هومره اختيار لرم او هغۀ ستا نه بغېر زما نه هيڅ څيز هم نۀ دے منع کړے. نو بيا زۀ داسې غلط کار څنګه وکړم چې د خُدائ پاک ګناهګار شم؟“

10 اګر چې هغې به هره ورځ يوسف ته وئيل، خو هغۀ د هغې خبره نۀ منله چې ورسره څملى او نۀ ورنزدې کېدو.

11 خو يوه ورځ چې کله يوسف د کار دپاره کور ته ننوتو، په کور کښې يو خِدمتګار هم نۀ وو.

12 هغې هغه د قميص نه ونيوو او ورته يې ووئيل، ”راشه. ما سره څمله.“ خو هغۀ بهر منډه کړه او وتښتېدو او د هغۀ قميص د هغې په لاس کښې پاتې شو.

13 کله چې هغې وليدل چې د هغۀ نه قميص پاتې شو او د کور نه يې بهر منډه کړه،

14 هغې د کور خِدمتګاران راوغوښتل او وې وئيل، ”دا وګورئ، زما خاوند چې کور ته کوم عبرانے راوستے دے هغه مونږ شرموى. هغه زما کوټې ته راننوتو او ما ته يې د لاس راچولو کوشش وکړو، خو ما په زوره زوره چغې ووهلې.

15 نو زما چغو سره هغۀ بهر منډه کړه او قميص يې زما سره پرېښودو.“

16 هغې دا قميص د يوسف د نېک کور ته راتلو پورې وساتلو.

17 بيا هغې هغۀ ته هم هغه شان قيصه تېره کړه، ”تا چې کوم عبرانے نوکر دلته راوستلے دے هغه زما کوټې ته راننوتو او لاس يې راواچولو.

18 خو چې کله ما چغې ووهلې، هغۀ بهر منډه کړه او خپل قميص يې زما سره پرېښودو.“

19 چې کله د يوسف نېک دا قيصه واورېده کومه چې خپلې ښځې ورته بيان کړه، نو هغه د غصې نه تک سور شو.

20 نو يوسف يې ونيولو او په هغه قېدخانه کښې يې بند کړو چرته به چې د بادشاه قېديان قېد کولے شول او هغه هلته په قېدخانه کښې وو.

21 خو مالِک خُدائ د يوسف مل وو نو رحم يې پرې وکړو او هغه د قېدخانې د آفسر په نظر کښې ښۀ راغلو.

22 هغۀ يوسف د نورو ټولو قېديانو مشر جوړ کړو او چې په قېدخانه کښې څۀ هم کېدل د هر څۀ ذمه وارى يې ورکړه.

23 د قېدخانې آفسر د هغه يو څيز فکر هم نۀ کولو چې يوسف له يې کومه ذمه وارى ورکړې وه، ځکه چې مالِک خُدائ د يوسف مل وو او هغه يې په هر کار کښې کامياب کولو.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan