پېدايښت 36 - Pakistani Yousafzai Pashtoشپږ دېرشم باب د حضرت عِيسو اولاد 1 دا د عِيسو اولاد دے، چې د ادوم په نوم هم يادېدو. 2 عِيسو دا کنعانۍ جينکۍ وادۀ کړې، د حِتى ايلون لور عده، د صبعون حِوى د عنه د زوئ لور، اُهليبامه، 3 او د اِسمٰعيل لور د نبايوت خور، باسمت. 4 د عده نه اليفز پېدا شو، د باسمت نه رعواېل پېدا شو، 5 او اُهليبامه نه يعوس، يعلام او قورح پېدا شول، د عِيسو دا ټول زامن د کنعان په مُلک کښې پېدا شوى وُو. 6 بيا عِيسو د خپلو ښځو، خپلو زامنو، لوڼو او د خپل کور ټولو خلقو سره او خپلو ټولو څاروو او د هغه هر څۀ سره چې هغۀ په کنعان کښې ګټلى وُو، روان شو او د خپل ورور يعقوب نه بل مُلک ته لاړو. 7 هغه ځکه لاړو چې په کوم ځائ کښې هغه او يعقوب اوسېدل هلته يې ګزاره نۀ کېدله، د هغوئ څاروى ډېر زيات وُو او نور دوئ په يو ځائ اوسېدلے نۀ شول. 8 نو عِيسو د غرونو مُلک ادوم کښې اوسېدو. 9 دا د ادوميانو د پلار نيکۀ، د عِيسو اولاد دے. 10-13 د عِيسو د ښځې عده نه يو زوئ، اليفز پېدا شو. او د اليفز اولاد دا وو، تيمان، اومر، صفو، جعتام او قنز. او د وينځې، تمنع نه د هغۀ يو بل زوئ عماليق وو. د عِيسو د ښځې باسمت نه د هغۀ يو زوئ رعواېل پېدا شو او د رعواېل دا څلور زامن وُو، نحت، زارح، سمه او مِزه. 14 د عنه لور د صبعون نمسۍ چې د عِيسو ښځه وه د هغې نوم اُهليبامه وو، د هغې د عِيسو نه دا درې زامن پېدا شول، يعوس، يعلام او قورح. 15 دا د عِيسو اولاد نه جوړې شوې قبيلې دى. د عِيسو مشر زوئ اليفز د دې قبيلو پلار نيکۀ وو، تيمان، اومر، صفو، قنز، 16 قورح، جعتام او عماليق. دا ټول د عِيسو د ښځې عده اولاد دے. 17 د عِيسو زوئ رعواېل د دې قبيلو پلار نيکۀ وو، نحت، زارح، سمه او مِزه. دا ټول د عِيسو د ښځې باسمت اولاد وو. 18 دا قبيلې د عِيسو د ښځې اُهليبامه اولاد دے چې هغه د عنه لور وه، يعوس، يعلام او قورح. 19 دا ټولې قبيلې د عِيسو په اولاد کښې راځى. د سعير اولاد 20-21 د ادوم د مُلک اصلى اوسېدونکى په قبيلو کښې تقسيم وُو چې د دوئ نسبنامه د حورى، سعير دې اولاد ته ځى، لوطان، سوبل، صبعون، عنه، ديسون، ايصر او ديسان. 22 لوطان د حورى او هيمام قومونو پلار نيکۀ وو. د لوطان د خور تمنع نوم وو. 23 سوبل د علوان، مانحت، عيبال، سفو او د اونام قومونو پلار نيکۀ وو. 24 د صبعون دوه زامن آيه او عنه وُو. دا هغه عنه دے چې کله هغۀ د خپل پلار خرۀ څرول نو په صحرا کښې يې ګرمې چينې وموندلې. 25-26 عنه د ديسون پلار وو، هغه د حمدان، اشبان، يتران او کِران قومونو پلار نيکۀ وو. د عنه يوه لور وه چې د هغې نوم هم اُهليبامه وو. 27 ايصر د بِلهان، زعوان او عقان قومونو پلار نيکۀ وو. 28 ديسان د عُوض او اران قومونو پلار نيکۀ وو. 29-30 دا د ادوم په مُلک کښې حورى قبيلې دى، لوطان، سوبل، صبعون، عنه، ديسون، ايصر او ديسان. د ادوم بادشاهان 31-39 د دې نه مخکښې په بنى اِسرائيلو هيچا هم بادشاهى نۀ وه کړې او دې بادشاهانو د ادوم په مُلک بادشاهى وکړه، د دِنهابا نه د بعور زوئ بالع، د بُصره نه د زارح زوئ يوباب، د تيمان د علاقې نه حشيم او د عويت نه د بدد زوئ هدد، هدد د موآب په مُلک کښې په يو جنګ کښې ميديانو ته شکست ورکړے وو، د مسرقه نه شمله، د سيند د غاړې رحوبوت نه ساؤل، د عکبور زوئ بعل حنان، د پاوُ نه حدد، د هغۀ ښځه مهيطباېل، د مطرِد لور او ميضاهاب نمسۍ وه. 40-43 عِيسو د دې ادومى قبيلو پلار نيکۀ وو، تمنع، علوه، يتيت، اُهليبامه، ايله، فينون، قنز، تيمان، مِبصار، مجدِاېل او عِرام. يوه علاقه به د هم هغه قبيلې په نوم مشهوره وه چې چرته به هغه قبيله اوسېده. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society