Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

پېدايښت 33 - Pakistani Yousafzai Pashto


درې دېرشم باب د حضرت يعقوب د حضرت عِيسو سره مِلاوېدل

1 يعقوب چې وکتل نو عِيسو يې وليدو او څۀ ګورى چې څلور سوه کسان ورسره راروان وُو. نو هغۀ خپل بچى په لِياه، راحيل او په هغه دوو نورو ښځو باندې تقسيم کړل.

2 هغۀ نورې ښځې او د هغوئ بچى مخکښې کړل، بيا يې لِياه او د هغې بچى کړل او راحيل او يوسف يې وروستو کړل.

3 يعقوب د دوئ نه مخکښې لاړو او چې څنګه خپل ورور ته ورسېدو، نو ټيټ شو او اووۀ ځل يې تندې په زمکه ولګولو.

4 خو عِيسو مِلاوېدو دپاره هغۀ له ورمنډه کړه او د هغۀ نه يې لاسونه تاو کړل، راغاړه يې ويستلو او ښُکل يې کړو. دوئ دواړو وژړل.

5 چې کله عِيسو وکتل او هغه ښځې او ماشومان يې وليدل، نو هغۀ تپوس وکړو، ”دا تا سره څوک دى؟“ يعقوب ورته وفرمائيل، ”صاحِبه، خُدائ پاک په ما ډېر مهربانه دے او دا بچى يې راکړى دى.“

6 بيا هغه نورې ښځې او د هغوئ بچى رامخکښې شول او ورته ټيټ شول،

7 بيا لِياه او د هغې بچى راغلل او په آخر کښې يوسف او راحيل راغلل او ورته ټيټ شول.

8 عِيسو ترې تپوس وکړو، ”د هغې بلې قبيلې سره چې زۀ مِلاو شوم هغه دې د څۀ مقصد دپاره راوستلې ده؟“ يعقوب ورته وفرمائيل، ”د دې دپاره چې زما نېک راسره ښۀ شى.“

9 خو عِيسو ورته ووئيل، ”زما وروره، زما سره هر څۀ ډېر دى، چې تا سره هم څۀ دى هغه د ځان دپاره وساته.“

10 يعقوب ووئيل، ”نه، زۀ تا ته سوال کوم، کۀ تۀ په ما مهربانه يې، نو زما د لاسونو نه دا تُحفه قبوله کړه. چې ستا مخ ته مې وکتل دا داسې شوه لکه چې د خُدائ پاک مخ ته مې کتلى وى، ځکه چې تۀ اوس ما سره ډېر ښۀ يې.

11 زۀ تا ته سوال کوم چې دا تُحفه زما نه قبوله کړه کومه چې ما تا له راوړې ده، خُدائ پاک په ما مهربانه دے او چې د څۀ څيز هم ضرورت وو هغه يې راکړے دے.“ يعقوب په هغۀ زور راوړو نو هغه يې قبوله کړه.

12 عِيسو ووئيل، ”ځئ چې په خپل سفر باندې ځُو. زۀ به تاسو سره ځم.“

13 يعقوب ووئيل، ”زما نېکه، تا ته پته ده چې ماشومان کمزورى دى، او په کار دى چې زۀ د دې ګډو او څاروو او د دوئ د بچو خيال وساتم. کۀ دا مونږ يوه ورځ هم تېز بوځُو، نو ټول څاروى به مړۀ شى.

14 زۀ خپل نېک ته سوال کوم چې د خپل خِدمتګار نه مخکښې لاړ شى او نېکه، زۀ به په مزه مزه د څاروو او د هغوئ د بچو په قدم په تا پسې درځم او په ادوم کښې به درسره مِلاو شم.“

15 عِيسو ووئيل، ”زۀ به تا سره زما خپل څۀ کسان پرېږدم.“ خو يعقوب ورته وفرمائيل، ”د دې هيڅ حاجت نشته، زۀ صِرف دا غواړم چې ستا په نظر کښې ښۀ راشم.“

16 نو هم په هغه ورځ عِيسو په خپله مخه ادوم ته واپس شو.

17 خو يعقوب سُکات ته لاړو، چرته چې هغۀ د خپل ځان دپاره کور او د څاروو دپاره شپولونه جوړ کړل. نو د هغه ځائ نوم سُکات شو.

18 د مسوپتاميه نه په واپسۍ کښې يعقوب د کنعان په مُلک کښې شِکم ښار ته په سلامتۍ سره ورسېدو او د ښار سره نزدې يې په يو پټى کښې خپلې خېمې ولګولې.

19 هغۀ د هغه پټى دا حِصه د شِکم پلار همور د اولاد نه د سپينو زرو په سلو سيکو واخستله.

20 هغۀ هلته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او اېل‌الوهى‌اِسرائيل نوم يې پرې کېښودو کوم چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan