Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

پېدايښت 26 - Pakistani Yousafzai Pashto


شپږويشتم باب حضرت اِسحاق او ابى‌مَلِک

1 د هغې نه وروستو، په هغه مُلک کښې يو بل قحط راغلو لکه څنګه چې مخکښې د اِبراهيم په وخت کښې راغلے وو. اِسحاق په جرار کښې، د فلستيانو بادشاه ابى‌مَلِک له ورَغلو.

2 مالِک خُدائ اِسحاق ته راڅرګند شو او ورته يې وفرمائيل، ”مِصر ته مۀ ځه، په دې مُلک کښې اوسېږه، کوم ځائ چې زۀ درته ښايم.

3 دلته اوسېږه او زۀ به ستا مل شم او برکت به درکړم. زۀ دا ټوله علاقه تا او ستا اولاد له درکوم. ما چې کومه وعده ستا پلار اِبراهيم سره کړې ده زۀ به هغه پوره کړم.

4 زۀ به تا له دومره ډېر اولاد درکړم لکه چې په آسمان کښې ستورى دى او زۀ به هغوئ له دا ټوله علاقه ورکړم. ټول قومونه به ستا د اولاد په وسيله برکت ومومى.

5 زۀ به تا له برکت درکړم، ځکه چې اِبراهيم زما تابعدارى کړې ده او زما ټول قانونونه او حُکمونه يې پوره کړى دى.“

6 نو اِسحاق په جرار کښې اوسېدو.

7 کله چې د هغه ځائ خلقو د هغۀ د ښځې په حقله تپوس وکړو، هغۀ ووئيل چې، ”هغه زما خور ده.“ هغۀ دا اِقرار ونۀ کړو چې هغه يې ښځه ده، هغه يرېدو چې هسې نه چې خلق يې مړ کړى او رِبقه به ترې نه بوځى، ځکه چې هغه ډېره ښائسته وه.

8 د اِسحاق هلته د ډېر وخت اوسېدو نه پس، د فلستيانو بادشاه ابى‌مَلِک د کړکۍ نه لاندې وکتل او وې ليدل چې اِسحاق خپله ښځه رِبقه راغاړه ايستله.

9 ابى‌مَلِک اِسحاق راوغوښتلو او ورته يې ووئيل، ”نو دا معلومه شوه چې هغه ستا ښځه ده، تا ولې وئيلى دى چې هغه ستا خور ده؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”زما خيال دا وو چې کۀ دا مې ووئيل چې هغه زما ښځه ده نو زۀ به ووژلے شم.“

10 ابى‌مَلِک ورته ووئيل، ”دا تا زمونږ سره څۀ کړى دى؟ زما د خلقو نه يو سړے په آسانۍ سره ستا د ښځې سره څملاستے شو او تا به مونږ ګناهګار کړى وُو.“

11 ابى‌مَلِک ټولو خلقو له خبردارے ورکړو، ”کۀ څوک دې سړى يا د هغۀ ښځې له په بد نېت لاس وروړى نو خامخا به وژلے شى.“

12 چې کله هغه هلته اوسېدو، اِسحاق هلته زمکه وکَرله او په هغه کال يې چې څومره کَرلى وُو د هغې نه يو په سل زيات فصل يې وشو، ځکه چې مالِک خُدائ هغۀ له برکت ورکړو.

13 هغه مالدار کېدو او لوئ سړے شو.

14 ځکه چې د هغۀ ډېر نوکران، چېلۍ او څاروى او د ګډو ډېرې رَمې وې، خو په فلستيانو هغه بد لګېدو.

15 چې کوم کوهى د اِبراهيم په ژوند د اِبراهيم نوکرانو کنستلى وُو نو فلستيانو هغه کوهى بند کړل او د خاورو نه يې ډک کړل.

16 ابى‌مَلِک اِسحاق ته ووئيل، ”زمونږ د مُلک نه بهر شه. تۀ زمونږ نه زيات تکړه شوے يې.“

17 نو اِسحاق لاړو او د جرار په مېدان کښې يې خېمه ولګوله، چې هلته د څۀ وخت دپاره ايسار شو.

18 هغۀ يو ځل بيا هغه کوهى وکنستل کوم چې د اِبراهيم په وخت کښې کنستلے شوى وُو او فلستيانو د اِبراهيم د مرګ نه پس بند کړى وُو. اِسحاق به هغه کوهى ته هم هغه نومونه اخستل کوم چې د هغۀ پلار پرې اېښى وُو.

19 د اِسحاق نوکرانو په مېدان کښې يو کوهے کنستلو او هلته يې د اوبو يوه چينه وموندله.

20 د جرار شپونکى د اِسحاق د شپونکو سره په جګړه شول او وې وئيل چې، ”دا اوبۀ زمونږ دى.“ نو اِسحاق په هغه کوهى ”عِسق“ نوم کېښودو، ځکه چې هغوئ د هغۀ سره جنګ وکړو.

21 د اِسحاق نوکرانو يو بل کوهے وکنستلو او په هغې باندې هم جګړه وشوه، نو په هغې يې ”سِتنه“ نوم کېښودو.

22 هغه د دې ځائ نه لاړو او يو بل کوهے يې وکنستلو. او په هغې باندې هيڅ لانجه جوړه نۀ شوه، نو هغۀ په دې کوهى باندې ”رحوبوت“ نوم کېښودو. هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ اوس زمونږ دپاره يو ځائ جوړ کړے دے چې په دې مُلک کښې اوسيږو او مونږ به دلته آباد شُو.“

23 اِسحاق د دې ځائ نه بيرسبع ته لاړو.

24 په هغه شپه مالِک خُدائ هغۀ ته راڅرګند شو او ورته يې وفرمائيل، ”زۀ ستا د پلار اِبراهيم خُدائ پاک يم. يرېږه مه، زۀ ستا مل يم. زۀ به تا له برکت درکړم او د خپل خِدمت کوونکى اِبراهيم سره زما د وعدې په ذريعه به تا له ډېر اولاد درکوم.“

25 اِسحاق هلته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او د مالِک خُدائ عبادت يې وکړو. بيا هغۀ هلته خپله خېمه ولګوله او د هغۀ نوکرانو بل کوهے وکنستلو.


د حضرت اِسحاق او ابى‌مَلِک په مينځ کښې د امن معاهده

26 ابى‌مَلِک د جرار نه د خپل مشير اخوزت او د خپل لښکر مشر فيکُل سره د اِسحاق سره مِلاوېدو دپاره راغلو.

27 نو اِسحاق ترې تپوس وکړو، ”تۀ اوس ما سره مِلاوېدو له ولې راغلے يې، چې تۀ مخکښې ما سره ډېر بد وې او زۀ دې د خپل مُلک نه بهر کړم؟“

28 هغوئ جواب ورکړو چې، ”مونږ ته صفا پته ولګېده چې مالِک خُدائ ستا مل دے او زمونږ خيال دا دے چې زمونږ په مينځ کښې يو پوخ لوظ په کار دے. مونږ تا سره لوظ کول غواړُو

29 چې تۀ به مونږ ته نقصان نۀ رسوې، لکه چې څنګه مونږ تا ته نقصان نۀ دے رسولے، او مونږ هيڅ بد تا سره نۀ دى کړى او په امن سره ژوند تېرولو ته مو پرېښودلے وې. او بې‌شکه چې مالِک خُدائ تا له برکت درکړے دے.“

30 اِسحاق هغوئ له غټه مېلمستيا وکړه او هغوئ خوراک څښاک وکړو.

31 هغوئ سحر وختى پاڅېدل او يو بل ته يې قسمونه وکړل. اِسحاق هغوئ رُخصت کړل او هغوئ د هغۀ نه په سلامتۍ سره لاړل.

32 هم په هغه ورځ د اِسحاق نوکران راغلل او هغۀ ته يې د هغه کوهى په حقله ووئيل چې کوم هغوئ کنستلے وو. هغوئ ووئيل، ”مونږ اوبۀ موندلې دى.“

33 هغۀ په هغه کوهى ”سبع“ نوم کېښودو. او تر ننه پورې د هغه ښار نوم بيرسبع دے.


د حضرت عِيسو د بل مُلک ښځې

34 چې کله عِيسو د څلوېښتو کالو وو، هغۀ دوه حِتۍ ښځې د بيرۍ لور يهودِت او د ايلون لور باسمت وادۀ کړې.

35 هغوئ د اِسحاق او رِبقه ژوند تريخ کړو.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan