Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

پېدايښت 23 - Pakistani Yousafzai Pashto


درويشتم باب د بى‌بى ساره مرګ او ښخېدل

1 ساره يو سل اوويشت کاله ژوندۍ وه.

2 هغه د کنعان په مُلک کښې په حبرون کښې په حق ورسېده، او اِبراهيم د ساره په غم غمژن شو او هغې پسې يې ژړل.

3 اِبراهيم د مړى خوا نه پاڅېدو، حِتيانو له ورَغلو او وې فرمائيل چې،

4 ”زۀ د پردى مُلک يم او تاسو سره اوسېږم، زما خپله زمکه نشته چې چرته زۀ خپله ښځه په يو مناسب ځائ کښې ښخه کړم. لږه زمکه په ما خرڅه کړئ.“

5 هغوئ جواب ورکړو چې،

6 ”نېکه، زمونږ خبره واوره، مونږ تا ته د يو تکړه مشر په سترګه ګورو. زمونږ د اديرې د ټولو نه ښۀ ځائ کښې خپل مړے ښخ کړه، تا به هيڅ څوک د يو ځائ نه هم د خپل مړى ښخولو نه نۀ منع کوى.“

7 اِبراهيم پاڅېدو او د هغه مُلک خلقو يعنې حِتيانو ته يې د عزت نه سر ټيټ کړو

8 او ورته يې وفرمائيل، ”کۀ ستاسو دا خوښه وى چې زۀ دلته خپل مړے ښخ کړم، نو د صحر زوئ عِفرون ته ووايئ

9 چې د خپل پټى په سر کښې د مکفيله غار په ما خرڅ کړى. زۀ به يې پوره قيمت ورکړم او تاسو ټول به د دې ګواهان شئ.“

10-11 عِفرون هلته د ښار د دروازې سره نزدې ناست وو، چې کله اِبراهيم دا عرض وکړو، نو هغۀ جواب ورکړو چې، ”صاحِبه، دا ټول پټے سره د غار ستا په وړاندې دے. زما د خپلو خلقو په مخکښې زۀ دا ستا د مړى د قبر دپاره درکوم.“

12 يو ځل بيا، اِبراهيم د هغه مُلک خلقو ته د عزت نه ټيټ شو

13 او عِفرون ته يې وفرمائيل، ”د دې ګواهانو په مخکښې، زۀ تا له د دې پټى پوره قيمت درکوم، چې خپله ښځه ښخه کړم. دا قيمت زما نه قبول کړه.“

14 عِفرون جواب ورکړو چې،

15 ”صاحِبه، زما خبره واوره، د دې ځائ قيمت صِرف څلور سوه د سپينو زرو سيکې به وى. په داسې لږ قيمت به مونږ په خپلو کښې څۀ يو بل ته سختيږو؟ خپل مړے ښخ کړه.“

16 اِبراهيم د عِفرون دا خبره منظوره کړه او هغه سپين زر يې عِفرون ته وتلل چې د کومو په حقله يې چې د حِتيانو په مخکښې فرمائيلى وُو، د هغه وخت د سوداګرو د وزن مطابق، څلور سوه د سپينو زرو سيکې.

17 نو داسې اِبراهيم د عِفرون نه هغه د ممرۍ سره نزدې مکفيله په علاقه کښې هغه پټے واخستلو. پټے سره د هغه غار او ګېرچاپېره چې څومره ونې وې.

18 د ښار په دروازه کښې د جرګې د ټولو سړو په مخکښې دا زمکه د اِبراهيم شوه چرته چې حِتيان د دې ګواهان وُو.

19 د دې نه پس، اِبراهيم خپله ښځه ساره په کنعان وطن کښې د مکفيله د پټى په غار کښې ښخه کړه

20 چې کوم يې د حِتيانو نه اخستے وو.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan