Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

پېدايښت 20 - Pakistani Yousafzai Pashto


شلم باب حضرت اِبراهيم او ابى‌مَلِک

1 اِبراهيم د ممرې نه د کنعان صحرا ته لاړو او د قادِس او شور په مينځ کښې اوسېدو. په هغه وخت کښې چې کله هغه په جرار کښې اوسېدو،

2 هغۀ فرمائيلى وُو چې خپله ښځه ساره يې خور ده. نو د جرار بادشاه ابى‌مَلِک ترې ساره بوتلې وه.

3 خو يوه شپه هغۀ خُدائ پاک په خوب کښې وليدو چې ورته يې وفرمائيل، ”ګوره، تۀ د مرګ په خولۀ کښې ولاړ يې، ځکه چې کومه ښځه تا راوستې ده هغه وادۀ شوې هم ده.“

4 خو ابى‌مَلِک ګوتې هم نۀ وې وروړې او هغۀ ووئيل، ”مالِکه خُدايه، زۀ بې‌ګناه يم. تۀ به ما او زما خلق تباه کوې څۀ؟

5 اِبراهيم خو په خپله فرمائيلى وُو چې هغه يې خور ده او هغې هم فرمائيلى وُو چې هغه يې ورور دے. ما خو دا په صفا نېت کړى دى او زما لاسونو ګناه نۀ ده کړې.“

6 خُدائ پاک په خوب کښې جواب ورکړو، ”آو، ما ته پته ده چې تا دا په صفا نېت کړى دى، هغې ته ګوتې وروړلو ته مې ځکه پرې نۀ ښودلې چې زما خِلاف ګناه ونۀ کړې.

7 خو اوس، هغه ښځه خپل خاوند ته واپس کړه. هغه يو نبى دے او هغه به درته دُعا وکړى او تۀ به مړ نۀ شې. خو کۀ تۀ هغه واپس نۀ ورکوې، نو زۀ تا خبروم چې تۀ او ستا ټول خلق به مړۀ کېږئ.“

8 بل سحر وختى ابى‌مَلِک خپل ټول درباريان راوغوښتل او چې څۀ شوى وُو ورته يې ووئيل، او هغوئ سخت يرېدل.

9 بيا ابى‌مَلِک اِبراهيم راوغوښتلو او تپوس يې ترې وکړو، ”دا تا په مونږ څۀ کړى دى؟ ما تا سره څۀ بد کړى دى چې تا په ما او زما په بادشاهۍ دا افت راوستے دے؟ داسې خو د هيچا سره هم نۀ دى کول پکار، لکه چې تا زما سره کړى دى.

10 دا تا ولې کړى دى؟“

11 اِبراهيم جواب ورکړو، ”زما دا خيال وو چې دلته به داسې هيڅ څوک هم نۀ وى چې هغه د خُدائ پاک نه يريږى او دوئ به زما د ښځې په وجه ما ووژنى.

12 هغه په رښتيا زما خور ده. هغه زما د پلار لور ده، خو زما د خپلې مور لور نۀ ده او ما هغه وادۀ کړه.

13 چې کله خُدائ پاک زۀ د خپل پلار د کور نه مسافر کړم، نو ما هغې ته ووئيل، تۀ به زما سره هغه وخت خپل غېرت څرګند کړې چې هر چا ته وائې چې زۀ ستا ورور يم.“

14 بيا ابى‌مَلِک ساره واپس اِبراهيم ته ورکړه، هم هغه وخت يې هغۀ ته ګډې، څاروى او نوکران هم ورکړل.

15 هغۀ اِبراهيم ته ووئيل، ”ګوره، دا ټوله زما زمکه ده، چې چرته دې خوښه وى هلته اوسېږه.“

16 هغۀ ساره ته ووئيل، ”زۀ ستا ورور له د سپينو زرو زر سيکې ورکوم، دا د دې دپاره چې تا سره څومره خلق دى چې ټولو ته ثابِته شى چې تۀ بې‌ګناه يې، هر چا ته به معلومه شى چې ستا لمن پاکه ده.“

17-18 نو په دې وجه چې د اِبراهيم د ښځې ساره سره کومه واقعه شوې وه، مالِک خُدائ د ابى‌مَلِک په محل کښې ټولې ښځې شنډې کړې. نو اِبراهيم د ابى‌مَلِک دپاره دُعا وکړه او خُدائ پاک هغه روغ کړو، خُدائ پاک د هغۀ ښځه او د هغۀ وينځې هم روغې کړې، چې د دوئ بچى پېدا شى.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan