Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

پېدايښت 2 - Pakistani Yousafzai Pashto


دوېم باب

1 نو داسې د ټول کائنات جوړېدل پوره شُو.

2 خُدائ پاک خپل ټول کارونه پوره کړل او په اوومه ورځ يې څۀ ونۀ کړل.

3 هغۀ اوومې ورځې له برکت ورکړو او مقدسه يې وګرځوله، ځکه چې هغۀ په اوومه ورځ پېدايښت پوره کړو او څۀ يې ونۀ کړل.

4 او داسې ټول کائنات پېدا شول. کله چې مالِک خُدائ، خُدائ پاک ټول کائنات جوړ کړل،


د عدن باغ

5 په زمکه هيڅ قِسم بوټے نۀ وو او هيڅ تخم زرغون شوے نۀ وو، ځکه چې هغۀ باران نۀ وو ورولے او د زمکې د کروندې هم څوک نۀ وُو.

6 خو اوبۀ به د زمکې نه راوتلې او زمکه به يې اوبۀ کوله.

7 بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک د زمکې نه څۀ خاوره واخستله او آدم يې ترې نه جوړ کړو. خُدائ پاک د هغۀ په سپېږمو کښې د ژوند ساه پو کړه او آدم ژوندے نفس جوړ شو.

8 بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک په عدن کښې يو باغ وکَرلو او هغه پېدا کړے آدم يې په کښې مقرر کړو.

9 هغۀ هلته هر قِسم ښائسته او مېوه‌دارې ونې راشنې کړلې. هغۀ د باغ په مينځ کښې ژوند ورکوونکى ونه او د ښۀ او بد پوهه ورکوونکى ونه ولګوله.

10 په عدن کښې يو درياب به باغ اوبۀ کولو، د عدن بل طرف ته دا په څلورو سيندونو کښې تقسيم شوے وو.

11 د وړومبى سيند نوم فيسون دے، دا د حويلۍ ټول مُلک نه تېريږى.

12 سوچه سرۀ زر، خوشبودار عطر او اونيکس کاڼى دلته ملاويږى.

13 د دوېم سيند نوم جيحون دے، دا د کوش ټول مُلک نه تېريږى،

14 درېم سيند دجله دے، چې د اسور نمرخاتۀ طرف نه تېريږى او څلورم د فرات سيند دے.

15 مالِک خُدائ، خُدائ پاک آدم په باغ عدن کښې مقرر کړو چې په باغ کښې کَرل رېبل کوى او ساتنه يې کوى.

16 مالِک خُدائ، خُدائ پاک هغۀ ته حُکم وکړو، ”تۀ د باغ د هرې ونې مېوه خوړے شې،

17 خو د هغې ونې نه بغېر کومه چې د ښۀ او بد د پېژندګلو پوهه ورکوى. چې هيڅکله د هغې ونې مېوه ونۀ خورې، کۀ تا وخوړه، نو په هغه ورځ به مړ شې.“

18 بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک وفرمائيل، ”د آدم دپاره يواځې اوسېدل ښۀ نۀ دى. زۀ به د هغۀ دپاره يوه ښۀ ملګرې جوړه کړم چې د هغۀ مدد به کوى.“

19 نو هغۀ د زمکې نه څۀ خاوره واخستله او ټول ځناور او مارغان يې ترې نه جوړ کړل. هغه يې بيا آدم له راوستل چې وګورى چې څۀ نومونه ورباندې ږدى، او آدم چې په هر ژوندى څيز څۀ نوم کېښودو نو هم هغه يې نوم شو.

20 نو آدم په ټولو مارغانو او ځناورو نومونه کېښودل، خو د آدم دپاره يوه ښۀ ملګرې نۀ وه پېدا شوې چې د هغۀ مدد وکړى.

21 بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک په آدم دروند خوب راوستلو او چې آدم اودۀ شو، نو هغۀ د آدم نه يوه پوښتۍ راوويسته او هغه ځائ يې ورله په غوښه ډک کړو.

22 بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک د آدم د پوښتۍ نه يوه ښځه پېدا کړه او هغۀ له يې راوستله.

23 نو آدم وفرمائيل، ”واه، دا هم زما په شان ده. او زما په شان بدن دے. د دې نوم ”ښځه“ دے، ځکه چې دا د بنى آدم نه راويستلے شوې ده.“

24 په دې وجه به سړے خپل مور پلار پرېږدى او د خپلې ښځې سره به يو ځائ شى، او دواړه به يو بدن شى.

25 سړے او ښځه دواړه بربنډ وُو، خو د يو بل نه يې پړده نۀ کوله.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan