پېدايښت 13 - Pakistani Yousafzai Pashtoديارلسم باب د حضرت ابرام او حضرت لوط جدا کېدل 1 ابرام د خپلې ښځې سره او ټول مال سره د مِصر نه د کنعان په طرف صحرا ته لاړو او لوط هم ورسره وو. 2 ابرام ډېر مالداره سړے وو، د هغۀ څاروى وُو او د سپينو او سرو زرو مالِک هم وو. 3 او هغۀ جدا جدا ځايونو ته هِجرت کولو او بيتايل ته روان وو. هغه هم هغه ځائ ته ورسېدو چې د بيتايل او عى په مينځ کښې دے چرته چې هغه مخکښې دېره شوے وو 4 او قربانګاه يې جوړه کړې وه. او د مالِک خُدائ نوم يې پرې اخستے وو. 5 د لوط سره هم څاروى او رَمې وې، خپل خاندان او نوکران هم ورسره وُو. 6 خو هلته دومره شنه زمکه نۀ وه چې دوئ دواړه په کښې يو ځائ پاتې شوى وے، ځکه چې د دوئ سره ډېر زيات مال وو. 7 نو د ابرام او د لوط د شپونکو په مينځ کښې جنګ وشو. (په هغه وخت کښې کنعانيان او فرزيان هم په هغه مُلک کښې اوسېدل.) 8 نو ابرام لوط ته وفرمائيل، ”خُدائ پاک دې زما او ستا او زمونږ د شپونکو په مينځ کښې لانجه نۀ راولى، ځکه چې مونږ خپلوان يُو. 9 ولې دا ټوله زمکه ستا په وړاندې نۀ ده؟ زما نه جدا شه. چې چرته دې خوښه وى هم هلته لاړ شه. کۀ تۀ ښى طرف ته ځې نو زۀ به ګس طرف ته ځم، کۀ تۀ ګس طرف ته ځې نو زۀ به ښى طرف ته لاړ شم.“ 10 لوط سترګې واړولې راواړولې او د اُردن ټول هوار مېدان يې وليدو، چې د ضُعر پورې، د مالِک خُدائ د باغ په شان يا د مِصر د مُلک په شان ښې ډېرې اوبۀ يې لرلې. (په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د سدوم او عموره ښارونه لا تباه کړى نۀ وُو.) 11 نو لوط د ځان دپاره د اُردن ټول هوار مېدان خوښ کړو او نمرخاتۀ طرف ته لاړو. نو داسې دوئ دواړه جدا شول. 12 ابرام د کنعان په مُلک کښې پاتې شو او لوط په مېدان کښې د ښارونو په مينځ کښې دېره شو او سدوم سره نزدې يې خېمې ولګولې، 13 چې د هغه ځائ خلق ډېر خراب او ګناهګار وُو او د مالِک خُدائ خلاف وُو. د مالِک خُدائ د حضرت ابرام سره د زمکې ورکولو وعده 14 د لوط د تلو نه پس، مالِک خُدائ ابرام ته وفرمائيل، ”چرته چې تۀ ولاړ يې، د دې ځائ نه هر طرف ته ښۀ په غور سره وګوره. 15 چې څومره زمکه ستا په نظر راځى، دا زۀ تا او ستا اولاد له همېشه دپاره درکوم. 16 زۀ به تا له دومره ډېر اولاد درکوم چې هيڅ څوک به يې شمېرلے نۀ شى خو د خاورو د ذرو شمېرل به ترې آسان وى. 17 پاڅه، روان شه او په ټوله زمکه نظر واچوه، ځکه چې دا ټوله تا له درکوم.“ 18 نو ابرام د دې ځائ نه کَډه واخستله او د ممرې پاکو ونو ته نزدې دېره شو، چې دا په حبرون کښې دے، او هلته يې مالِک خُدائ ته يوه قربانګاه جوړه کړه. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society