Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

پېدايښت 11 - Pakistani Yousafzai Pashto


يوولسم باب د بابل برج

1 په شروع کښې، د ټولې دُنيا خلقو صِرف يوه ژبه وئيله او د يو بل په خبرو پوهېدل.

2 چې څنګه دوئ د نمرخاتۀ غاړې نه روان شول، چې چرته دوئ اوسېدل، نو د بابل په مُلک کښې يو هوار مېدان ته راغلل او هلته دېره شول.

3 دوئ يو بل ته ووئيل، ”راځئ چې خَښتې جوړې کړُو او په اور يې پخې کړُو.“ نو داسې د دوئ سره د آبادۍ دپاره خَښتې او د دې د انښلولو دپاره تارکول وُو.

4 نو دوئ ووئيل، ”راځئ چې اوس يو ښار او دومره لوئ برج جوړ کړُو چې آسمان ته ورسيږى، نو مونږ به مشهور شُو او په ټوله دُنيا کښې به خوارۀ وارۀ هم نۀ شُو.“

5 بيا مالِک خُدائ د ښار او هغه برج کتلو له راکوز شو چې بنيادمو جوړ کړے وو،

6 نو هغۀ وفرمائيل، ”وګورئ، دا ټول يو خلق دى او دوئ هم يوه ژبه وائى، او د دې نه پس چې بيا دوئ څۀ کول هم وغواړى نو کولے به يې شى،

7 راځئ چې لاندې ورشُو او د دوئ ژبې ګډې وډې کړُو نو د يو بل په خبرو به نۀ پوهيږى.“

8 نو مالِک خُدائ دوئ په ټوله زمکه خوارۀ وارۀ کړل او دوئ ښار جوړول پرېښودل.

9 نو د هغه ښار نوم بابل شو، ځکه چې مالِک خُدائ هلته د خلقو ژبه ګډه وډه کړه او د هغه ځائ نه يې په ټوله زمکه خوارۀ وارۀ کړل.


د شيم اولاد

10 دا د شيم اولاد دے. د سېلاب نه دوه کاله پس، چې کله شيم د سلو کالو وو، د هغۀ زوئ ارفکسد پېدا شو.

11 د دې نه پس، شيم پينځۀ سوه کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول.

12 چې کله ارفکسد د پينځو دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ سِلح پېدا شو،

13 د دې نه پس، ارفکسد څلور سوه او درې کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول.

14 چې کله سِلح د دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ عِبر پېدا شو،

15 د دې نه پس، سِلح څلور سوه درې کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول.

16 چې کله عِبر د څلور دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ فلج پېدا شو،

17 د دې نه پس عِبر څلور سوه دېرش کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول.

18 چې کله فلج د دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ رعو پېدا شو،

19 د دې نه پس، فلج دوه سوه نهۀ کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول.

20 چې کله رعو د دوه دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ سروګ پېدا شو،

21 د دې نه پس، رعو دوه سوه اووۀ کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول.

22 چې کله سروګ د دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ نحور پېدا شو،

23 د دې نه پس، سروګ دوه سوه کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول.

24 چې کله نحور د يو کم دېرشو کالو وو، د هغۀ زوئ تارح پېدا شو،

25 د دې نه پس، نحور يو سل او نولس کاله نور ژوندے وو او نور بچى يې هم پېدا شول.

26 چې تارح د اويا کالو وو د هغې نه پس، د هغۀ زامن ابرام، نحور او حاران پېدا شول.


د تارح اولاد

27 دا د تارح اولاد دے، چې هغه د ابرام، نحور او حاران پلار وو. حاران د لوط پلار وو،

28 او حاران په خپل مُلک اُور کښې چې په بابل کښې دے، په حق ورسېدو، خو د هغۀ پلار لا ژوندے وو.

29 ابرام سارۍ سره وادۀ وکړو او نحور د مِلکاه سره وادۀ وکړو، چې د حاران لور وه، حاران د اِسکه پلار هم وو.

30 د سارۍ بچى نۀ وُو، ځکه چې هغه شنډه وه.

31 تارح د خپل زوئ ابرام، د خپل نمسى لوط، چې د حاران زوئ وو، او د خپلې اِنږور سارۍ سره، چې د ابرام ښځه وه، روان شو او په بابل کښې د اُور ښار نه د کنعان مُلک ته لاړل. خو چې حاران ته ورسېدل نو هلته دېره شول.

32 تارح د دوه سوه او پينځو کالو په عُمر کښې په حق ورسېدو.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan