پېدايښت 10 - Pakistani Yousafzai Pashtoلسم باب د حضرت نوح د زامنو اولاد 1 دا د نوح د زامنو، د شيم، حام او يافت اولاد دے، چې د سېلاب نه پس د هغوئ زامن پېدا شول. 2 دا د يافت اولاد دے، جُمر، ماجوج، مادى، ياوان، توبل، مسک او تيراس. 3 دا د جُمر اولاد دے، اشکناز، ريفت او تُجرمه. 4 دا د ياوان اولاد دے، اِليسه، ترسيس، قبرص او رهودس. 5 د دوئ اولاد د سمندر په غاړه او په جزيرو کښې اوسيږى. دا د يافت اولاد دے، چې په بېلو بېلو قبيلو او مُلکونو کښې اوسيږى او هره قبيله خپله خپله ژبه وائى. 6 دا د حام اولاد دے، کوش، مِصر، ليبيا او کنعان. 7 د کوش اولاد د سِيبا، حويله، سبته، راماه او د سبتيکه خلق دى. د راماه اولاد د شيبا او د ددان خلق دى. 8 کوش د نمرود پلار وو، نمرود د دُنيا وړومبے طاقتور جنګيالے وو. 9 د مالِک خُدائ په مدد هغه يو لوئ ښکارى وو، نو ځکه خلق وائى، ”مالِک خُدائ دې د نمرود په شان لوئ ښکارى کړه.“ 10 د هغۀ بادشاهى وړومبے په بابل، ارک او اِکاد وه، دا درې واړه د بابل په مُلک کښې وُو. 11 د دې مُلک نه هغه اسور ته لاړو او د نينوه، رحوبوت عير، کلح، 12 او د رسن ښارونه يې جوړ کړل، رسن د نينوه او د لوئ ښار کلح په مينځ کښې دے. 13 د مِصر اولاد د لودى، عنامى، لهابى، نفتوحى، 14 فتروسى، کسلوحى او د کريت خلق وُو، چې د هغوئ اولاد فلستيان دى. 15 د کنعان مشرے زوئ صيدا وو. کنعان د دې قومونو هم پلار وو، حت، 16 يبوسى، امورى، جرجاسى، 17 حِوى، عرقى، سينى، 18 اروادى، صمارى او حماتى. وروستو بيا د کنعانيانو قبيلې خورې شوې. 19 د کنعانيانو مُلک شمالى طرف صيدا نه جرار ته نزدې، تر غزه پورې ورسېدو او نمرخاتۀ طرف سدوم ته، عموره، ادمه او لَسَع ته، چې ضبوئيم ته نزدې دے. 20 دا د حام اولاد دے، چې په بېلو بېلو قبيلو او مُلکونو کښې اوسيږى او هره قبيله خپله خپله ژبه وائى. 21 ټول عبرانيان د شيم اولاد دے، شيم د يافت مشر ورور دے. 22 دا د شيم اولاد دے، عيلام، اسور، ارفکسد، لود او آرام. 23 د آرام اولاد عُوض، حُول، جتر او مس وُو. 24 ارفکسد د سِلح پلار وو او سِلح د عِبر پلار وو. 25 د عِبر دوه زامن وُو، د يو نوم فلج چې مطلب يې تقسيم وو، ځکه چې د هغۀ په وخت کښې د دُنيا خلق تقسيم شول. او د بل نوم يُقطان وو. 26 د يُقطان اولاد د الموداد، سلف، حصارماوت، اِراخ، 27 هدورام، اُوزال، دِقله، 28 عوبال، ابىمائيل، شيبا، 29 اوفير، حويله او يوباب. دا ټول د يُقطان اولاد وو. 30 چې دوئ په کوم مُلک کښې اوسېدل هغه مُلک د ميسا نه سِفار پورې اوږد وو چې نمرخاتۀ طرف ته د غرونو په مُلک کښې دے. 31 دا د شيم اولاد دے، چې په بېلو بېلو قبيلو او مُلکونو کښې اوسيږى او هره قبيله خپله خپله ژبه وائى. 32 دا ټول خلق نسل در نسل، د بېلو بېلو نسبنامو په مطابق د نوح اولاد دے. د سېلاب نه پس د دُنيا ټول قومونه د نوح د زامنو اولاد دے. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society