ګلتيان 4 - Pakistani Yousafzai Pashtoڅلورم باب 1 خو زۀ دا وايم ترڅو چې وارث نابالغه وى، اګر چې هغه د ټول جائېداد مالِک وى، خو ترڅو چې هغه بالغ شوے نۀ وى تر هغې پورې په هغۀ او يو غلام کښې فرق نۀ وى. 2 پلار چې کوم وخت د هغوئ دپاره مقرر کړے دے نو تر هغه وخته پورې به هغوئ د هغه ساتونکى تابعدارى کوى. 3 دغه شان چې مونږ هم کله نابالغه وُو نو مونږ هم د دُنياوى اصُولو غلامان وُو. 4 خو کله چې وخت پوره شو نو خُدائ پاک خپل زوئ راولېږلو چې د ښځې نه پېدا شو او د شريعت د لاندې يې ژوند تېرولو، 5 د دې دپاره چې هغه زمونږ فديه ورکړى او مونږ د شريعت نه آزاد کړى، نو چې په دې سره هغه مونږ د خپل زوئ په حيث قبول کړى. 6 نو ځکه چې مونږ د خُدائ پاک بچى يُو نو خُدائ پاک د خپل زوئ روح زمونږ زړونو ته راولېږلو کوم روح چې په مونږ کښې دا آواز کوى چې، ”اے ابا، پلاره.“ 7 نو اوس نور تۀ غلام نۀ يې بلکې زوئ يې، او چې زوئ يې نو د خُدائ پاک وارث هم يې. د ګلتيانو دپاره د پولوس رسول فکرمندى 8 پخوا چې تاسو خُدائ پاک نۀ پېژندو نو تاسو د هغه معبودانو غلامان وئ چې په حقيقت کښې خُدايان نۀ وُو. 9 خو ولې اوس تاسو خُدائ پاک وپېژندلو، بلکې اوس خُدائ پاک تاسو وپېژندلئ، نو بيا تاسو خپلو هغه کمزورو او بېفائدې اولنو دُنياوى اصُولو ته ولې راګرځئ؟ او ولې ځان بيا د هغوئ غلام جوړول غواړئ؟ 10 تاسو په ډېر غور سره خاص ورځې، مياشتې او مقرر موسمونه او کالونه مناووئ. 11 زۀ ستاسو په حقله دا يره محسوسوم هسې نه چې کومه خوارى چې ما په تاسو کړې ده هغه عبث لاړه شى. 12 زما وروڼو او خوېندو، زۀ تاسو ته منت کوم چې خپل ځانونه زما په شان د شريعت نه آزاد کړئ ځکه چې زۀ هم ستاسو په شان جوړ شوے يم. تاسو ما سره کوم خراب سلوک نۀ دے کړے. 13 تاسو ته به ياد وى کوم زيرے چې ما تاسو ته اول اورولے وو په هغه وخت کښې زۀ بيمار وم. 14 اګر کۀ زما بيمارۍ تاسو په آزمېښت کښې واچولئ، نۀ خو تاسو زۀ سپک وګڼلم او نۀ مو رانه کرکه وکړه، بلکې زما هرکلے مو لکه د خُدائ پاک د فرښتې او لکه د عيسىٰ مسيح په شان وکړو. 15 زۀ د دې خبرې ګواهى ورکوم چې په هغه وخت کښې تاسو ما ته دومره خوشحاله وئ کۀ چرې دا ممکنه وه نو تاسو به د خوشحالۍ نه خپلې سترګې راويستې وې او ما له به مو راکړې وې خو اوس ستاسو هغه خوشحالى څۀ شوه؟ 16 نو ولې زۀ تاسو ته د حق وئيلو په وجه اوس ستاسو دشمن شوم؟ 17 هغوئ تاسو سره دوستانه کول غواړى خو د نېک مقصد دپاره نه، بلکې هغوئ دا غواړى چې تاسو زما نه جدا کړى د دې دپاره چې تاسو د هغوئ د دوستانې محتاجه شئ. 18 دا ښۀ خبره ده چې په نېک کار کښې هر وخت د دوست جوړولو کوشش وکړے شى، نۀ صرف هغه وخت چې کله زۀ تاسو سره موجود يم. 19 زما ګرانو بچو، زۀ بيا ستاسو دپاره لکه د ماشوم د پېدا کېدو په درد آخته يم، ترڅو چې تاسو د مسيح په شان شوى نۀ يئ. 20 زما دا خواهش دے چې زۀ اوس تاسو سره موجود وے، او خپل د خبرو انداز مې بدل کړے وے ځکه چې زۀ ستاسو په حقله پرېشانه يم. د بىبى ساره او بىبى هاجِرې مثال 21 تاسو څوک چې د شريعت تابعدارى کول غواړئ، ما ته دا ووايئ چې ولې تاسو په هغه خبره نۀ پوهېږئ څۀ چې شريعت وائى؟ 22 نو دا ليکلے شوى دى چې د اِبراهيم دوه زامن وُو، يو د وينځې نه او بل د آزادې ښځې نه وو. 23 د وينځې زوئ په عام طور پېدا شو، او د آزادې ښځې زوئ د خُدائ پاک د وعدې په مطابق پېدا شو. 24 کۀ چرې مونږ په دې مثال پوهه شُو، دا دواړه ښځې د خُدائ پاک هغه دوه لوظونه ښکاره کوى. اوله ښځه چې هاجِره نوميږى چې هغه د سينا د غرۀ په مثال ده چرته چې خلقو ته شريعت مِلاو شو او هغه يې غلامان کړل. 25 هاجِره په عربو کښې د سينا د غرۀ په مثال ده او څوک چې د موجوده يروشلم ښار په شان ده، ځکه چې د خپلو اولادونو سره په غلامۍ کښې ژوند کوى. 26 خو هغه بله ښځه ساره د آسمانى يروشلم په شان ده، هغه آزاده ښځه ده، او هغه زمونږ مور ده. 27 ځکه چې په صحيفو کښې دا ليکلى دى چې، ”اے شنډې ښځې، خوشحالى وکړه، تا چې کله هم بچى نۀ دى راوړى او تا چې د ماشوم د راوړو درد نۀ دے تير کړے. نو تۀ د خوشحالۍ نه چغې ووهه، ځکه چې شنډه ښځه به د هغې ښځې نه زيات بچى راوړى څوک چې وادۀ شوې وى.“ 28 نو ملګرو، اوس تاسو د اِسحاق په شان د خُدائ پاک د وعدې بچى يئ. 29 خو څنګه چې په هغه ورځو کښې په عام طور پېدا شوى زوئ د خُدائ پاک د روح په قدرت سره پېدا شوى زوئ وزورولو، نو هم هغه شان خبره اوس هم ده. 30 خو صحيفې څۀ وائى چې، ”وينځه او د هغې زوئ وشړئ ځکه چې د وينځې زوئ به د آزادې ښځې د زوئ په ميراث کښې شريک نۀ وى.“ 31 نو په دې وجه زما وروڼو او خوېندو، مونږ او تاسو اوس د وينځې بچى نۀ يُو، بلکې د آزادې ښځې بچى يُو. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society