Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

عزرا 6 - Pakistani Yousafzai Pashto


شپږم باب د خورس د فرمان بيا جارى کېدل

1 نو داريوس بادشاه حُکم جارى کړو چې د بابل هغه شاهى تاريخ دې ولټولے شى کوم چې په خزانه کښې ساتلے شوے وو.

2 خو د مادى صُوبې په اکبتانا ښار کښې يو طومار پېدا شو، چې دا ليکل په کښې شوى وُو،

3 ”د خپلې بادشاهۍ په وړومبى کال خورس بادشاه حُکم وکړو چې په يروشلم کښې دې د خُدائ پاک کور بيا جوړ کړے شى چې هغه يو داسې ځائ وى چرته به چې قربانۍ کيږى او نذرانې به سوزولے شى. د خُدائ پاک کور به تقريباً دېرش ګزه اوچت او دېرش ګزه پلن جوړولے شى.

4 دېوالونه به داسې جوړولے شى چې درې ردې د لويو کاڼو وى او په يوه رَده کښې د لرګى تختې لګولے شوى وى. دا ټوله خرچه به شاهى خزانه ورکوى.

5 نبوکدنضر بادشاه چې په يروشلم کښې د خُدائ پاک د کور نه کوم د سرو زرو او سپينو زرو لوښى بابل ته اوړى وُو نو هغه به هم د خُدائ پاک کور يعنې خپل صحيح ځائ ته راواپس کولے شى کوم چې په يروشلم کښې دے.“


د داريوس د خُدائ پاک د کور په حقله فرمان جارى کول

6 نو بيا داريوس بادشاه دا جواب ورولېږلو، ”دا د نمرپرېواتۀ طرف ته فرات حکمران تتنى، شتربوزنى او د نمرپرېواتۀ طرف ته فرات ستا آفسرانو ته دے، چې تاسو به د خُدائ پاک د کور سره کار نۀ ساتئ

7 او د دې په جوړېدو کښې کار مۀ ساتئ. د يهوداه حکمران او يهودى مشران پرېږدئ چې هغوئ د خُدائ پاک کور هلته جوړ کړى چرته چې مخکښې ولاړ وو.

8 او دې سره زۀ تاسو له حُکم درکوم چې د يهوداه د مشرانو مدد وکړئ چې دا بيا جوړ کړى. هغوئ له به د پوره خرچې دپاره د شاهى خزانې پېسې ورکولے شى چې د نمرپرېواتۀ طرف ته د فرات د محصُول نه اخستے شى، د دې دپاره چې کار ايسار نۀ شى.

9 بغېر د څۀ کمى نه، هره ورځ تاسو به په يروشلم کښې اِمامانو له هغه هر څۀ ورکوئ چې هغوئ ته د څۀ ضرورت وى، چې هغه سخى، ګډې، يا ګډُورى وى، چې د آسمان خُدائ پاک ته د قربانۍ په توګه سوزولے شى، يا چې هغه غنم، مالګه، مے، يا د زيتُونو تېل وى.

10 نو چې داسې هغوئ هغه قربانۍ پېش کړى په کومو باندې چې د آسمان خُدائ پاک رضا کيږى او زما او زما د زامنو دپاره د هغۀ نه برکت غواړى.

11 زۀ بل دا حُکم کوم کۀ څوک هم دا حُکم ونۀ منى، نو د هغۀ کور نه به د لرګى تير راوويستلے شى، د هغې يو سر دې تېرۀ کړے شى او په هغې دې ووژلے شى. او د هغۀ کور دې د ډېران يو ډېرے جوړ کړے شى.

12 هغه خُدائ پاک چا چې يروشلم د دې دپاره خوښ کړے دے چې هلته به د هغۀ عبادت کيږى نو کۀ کوم بادشاه يا قوم د دې حُکم نه اِنکار وکړى يا د دې کور د تباه کولو کوشش کوى نو خُدائ پاک دې ورله شکست ورکړى. ما داريوس دا حُکم کړے دے او دا حُکم دې پوره ومنلے شى.“


د خُدائ پاک د کور وقف کېدل

13 بيا تتنى حکمران، شتربوزنى او د هغوئ آفسرانو هم هغه شان وکړل چې څنګه داريوس بادشاه حُکم کړے وو.

14 يهودى مشرانو د خُدائ پاک د کور عمارت په ښۀ طريقه جوړولو، چې د هغوئ حوصله افزائى حجى او زکرياه پېغمبرانو کوله. هغوئ د خُدائ پاک کور هم هغه شان سر ته ورسولو لکه څنګه چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک حُکم کړے وو او خورس، داريوس او د فارس بادشاه ارتخششتا فرمان جارى کړے وو.

15 هغوئ د خُدائ پاک کور د داريوس بادشاه د بادشاهۍ په شپږم کال کښې د ادر مياشتې په درېمه ورځ سر ته ورسولو.

16 بيا بنى اِسرائيلو، اِمامانو او ليويانو او هغه نورو ټولو خلقو په خوشحالۍ سره د خُدائ پاک کور وقف کړو کوم چې د جلاوطنۍ نه راواپس شوى وُو.

17 د وقف کولو دپاره هغوئ سل غوَيى، دوه سوه ګډان او څلور سوه ګډُورى د قربانۍ په توګه پېش کړل او دولس چېلى يې د ګناه د نذرانې په توګه پېش کړل چې د بنى اِسرائيلو د هرې يوې قبيلې دپاره يو يو وو.

18 هغوئ په يروشلم کښې د خُدائ پاک د کور د خِدمت دپاره اِمامان او ليويان د هغه اصُولو په مطابق منتخب کړل کوم چې د موسىٰ په کِتاب کښې ليکلے شوى وُو.


د فسحې اختر

19 کوم خلق چې د جلاوطنۍ نه راواپس شوى وُو نو هغوئ په ورپسې کال د اولې مياشتې په څوارلسمه ورځ د فسحې اختر وکړو.

20 ټولو اِمامانو او ليويانو خپل ځانونه پاک کړى وُو او د پاکېدو رسم يې ادا کړے وو. ليويانو د فسحې د اختر د قربانۍ دپاره د ټولو راواپس شوو خلقو، د اِمامانو او د خپلو ځانونو دپاره څاروى حلال کړى وُو.

21 دا قربانۍ هغه ټولو بنى اِسرائيلو وخوړلې چې څوک د جلاوطنۍ نه راواپس شوى وُو او ورسره هغه خلقو هم وخوړلې چا چې د غېرو قومونو غلط رسمونه پرېښى وُو د دې دپاره چې د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک عبادت وکړى.

22 هغوئ د خوشحالۍ سره اووۀ ورځې د پتيرې روټۍ اختر وکړو. هغوئ ډېر خوشحاله وُو ځکه چې مالِک خُدائ د اسور بادشاه په هغوئ باندې مهربان کړے وو، نو په دې وجه هغۀ د هغوئ په کار کښې مدد وکړو چې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک کور جوړ کړى.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan