Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

حزقى‌ايل 9 - Pakistani Yousafzai Pashto


نهم باب د بُت پرستانو قتلول

1 نو بيا مالِک خُدائ په اوچت آواز سره وفرمائيل، ”هغه کسان راولئ کوم چې د ښار د سزا ورکولو دپاره مقرر شوى دى نو هغوئ ته ووايه چې هر يو د خپلو تباه کوونکو وسلو په لاس راشى.“

2 نو بيا شپږ کسان د شمال بره طرف دروازې نه راښکاره شُو، د هر يو په لاس کښې وژونکې وسله وه. د هغوئ سره يو کس وو چې د کتان جامې يې وې، چا سره چې د خط و کتابت سامان په څنګ کښې وو. هغوئ ټول د مالِک خُدائ د کور دربار ته لاړل او د زېړو د قربان‌ګاه په خوا کښې ودرېدل.

3 بيا د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک جلال د وزرو والا مخلوق دپاسه راوچت شو، په کوم ځائ کښې چې هغه وو، نو بيا د خُدائ د کور درشل ته لاړو. نو بيا مالِک خُدائ هغه کس ته آواز وکړو چې د کتان جامې يې اچولې وې د چا سره چې د خط و کتابت سامان وو.

4 او هغۀ ته يې وفرمائيل چې، ”د يروشلم په ټول ښار کښې وګرځه او د هر هغه چا په تندى باندې نښه ولګوه څوک چې وير او ماتم کوى په هغه ټولو حرامو کارونو باندې چې په دې کښې وشى.“

5 نو چې ما غوږ ونيولو، هغۀ هغه نورو ته وفرمائيل، ”په ښار کښې هغۀ پسې ځئ او خلق مړۀ کړئ، په چا زړۀ مۀ سوزوئ او مۀ په چا رحم کوئ.

6 بوډاګان، ځوانان، پېغلې، ښځې، او ماشومان، حلال کړئ، خو هغوئ ته لاس مۀ وروړئ د چا په تندى باندې چې نښه لګېدلې وى. زما د مقدس ځائ نه شروع وکړئ.“ نو بيا هغوئ دا کار د هغه مشرانو نه شروع کړو چې د خُدائ د کور په مخکښې ولاړ وُو.

7 نو بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”زما کور پليت او زما دربار د مړو د لاشونو نه ډک کړئ. ځئ لاړ شئ.“ نو هغوئ بهر لاړل او په ټول ښار کښې يې په مرګ شروع وکړه.

8 نو کله چې هغوئ خلق وژل او زۀ يواځې پاتې شوم، نو زۀ پړمخې پرېوتم او چغې مې کړې، ”اے مالِک قادر مطلق خُدايه، په يروشلم باندې د خپل غضب په نازلېدو سره ولې تۀ د بنى اِسرائيلو دا بچ پاتې شوى خلق به هم تباه کوې؟“

9 نو بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”د اِسرائيل او د يهوداه د خلقو ګناهونه ډېر بې‌حده غټ دى، مُلک د قتل و غارت نه ډک دے او ښار د بې‌اِنصافۍ نه ډک دے. هغوئ وائى، مالِک خُدائ دا مُلک پرېښے دے، مالِک خُدائ دا نۀ وينى.

10 نو زۀ به هغوئ ته د رحم په سترګه نۀ ګورم او نۀ به هغوئ بچ کړم، خو زۀ به هم د دوئ په سرونو هغه څۀ راولم څۀ چې هغوئ کړى دى.“

11 بيا هغه سړى چې د کتان جامې يې اچولې وې او د خط و کتابت سامان ورسره وو هغۀ دا خبر راوړو، او وې وئيل، ”ما هغه څۀ وکړل څنګه چې تا حکم کړے وو.“

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan