Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

حزقى‌ايل 8 - Pakistani Yousafzai Pashto


اتم باب د خُدائ په کور کښې حرامکارى کول

1 د جلاوطنۍ په شپږم کال، د شپږمې مياشتې په پينځمه ورځ، کله چې زۀ په خپل کور کښې د يهوداه د مشرانو سره ناست وم چې هلته د مالِک قادر مطلق خُدائ لاس په ما باندې راغلو.

2 ما وليدل، او يو شکل مې وليدو چې د انسان په شان ښکارېدو، د ملا نه لاندې هغه د اور په شان ښکارېدو او بره هغه لکه د يوې ځلېدونکې اوسپنې په شان ښکارېدو.

3 هغۀ يو څيز راوغزولو چې د لاس په شان ښکارېدو او زۀ يې د سر وېښتو نه راونيولم. روح زۀ د آسمان او زمکې مينځ ته پورته کړم او د خُدائ پاک په رويا کښې يې زۀ يروشلم ته بوتلم، د دننه دربار شمال خوا دروازې ته، چرته چې هغه بُت ولاړ وو کوم چې د خُدائ پاک غېرت راپارولو.

4 او د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک جلال زما په وړاندې هلته راښکاره شو، لکه څنګه چې ما په رويا کښې د دې نه وړاندې په مېدان کښې ليدلے وو.

5 نو بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، د شمال خوا ته وګوره،“ نو بيا ما وکتل، د شمال خوا ته د قربان‌ګاه د داخلېدو دروازه کښې ما هغه بُت وليدو د چا خلاف چې د خُدائ پاک غېرت راپارېدلے وو.

6 او هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، تۀ هغه څۀ وينې چې دوئ يې کوى هغه حرام کارونه چې دوئ يې دلته کوى، نو دا حرام کارونه ما د خپل مقدس کور نه لرې کوى خو تۀ به داسې کارونه وګورې چې د دې نه به زيات خراب وى.“

7 هغۀ زۀ د دربار دروازې ته راوستلم. ما وکتل، ما په دېوال کښې يو سورے وليدو.

8 هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، نو اوس په دېوال کښې دا سورے غټ کړه.“ نو ما بيا په دېوال کښې سورے وکړو او هلته مې يوه پټه دروازه وليدله.

9 او هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”دننه لاړ شه او هغه شرارت او حرام کارونه وګوره کوم چې هغوئ دلته کوى.“

10 نو بيا زۀ دننه لاړم او ومې ليدل چې، په دېوالونو باندې د هر قسمه مارانو او چينجو او پليتو ځناورو تصويرونه جوړ شوى وُو. او ما د بنى اِسرائيلو ټول بُتان وليدل چې هغوئ يې عبادت کولو.

11 د بنى اِسرائيل د قوم اويا مشران هلته ولاړ وُو، او د هغوئ په مينځ کښې يازنياه د سافن زوئ هم ولاړ وو. او د هر يو مشر په لاس کښې د خوشبو سوزولو مجمر وو او ترې نه د خوشبو د لوګو لوخړې ختلې.

12 نو بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، تا هغه څۀ وليدل کوم چې د اِسرائيلو مشرانو په تيارۀ کوټه کښې هر يو د خپل معبود د زيارت دپاره کول؟ هغوئ دا وائى چې، مالِک خُدائ مونږ نۀ وينى، مالِک خُدائ دا مُلک پرېښے دے.“

13 هغۀ بيا وفرمائيل چې، ”تۀ به هغوئ د دې نه هم په ډېرو خرابو حرامو کارونو کولو باندې وګورې.“

14 نو بيا زۀ هغۀ د مالِک خُدائ کور ته د ننوتلو د شمال خوا دروازې ته راوستلم، ما هلته ښځې وليدلې چې ناستې وې او د تموز معبود ژړا او ماتم يې کولو.

15 هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، تۀ دا وينې؟ نو تۀ به نور داسې حرام کارونه وګورې کوم چې به د دې نه هم ډېر پليت او خراب وى.“

16 هغۀ بيا زۀ د مالِک خُدائ د کور دننه دربار ته راوستلم، او هلته د مالِک خُدائ د کور د داخلېدلو په لار او د برنډې او د قربان‌ګاه په مينځ کښې پينځويشت کسان وُو. چې شا يې د مالِک خُدائ کور ته وه او د هغوئ مخ د نمرخاتۀ خوا ته وو، هغوئ د مشرق خوا ته نمر ته سجده کوله.

17 هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه تا دا وليدل؟ ولې دا د يهوداه خلقو ته مناسبه ده چې هغوئ دې داسې پليت او حرام کارونه دلته وکړى؟ دا ضرورى ده چې دوئ دُنيا هم د شرارت نه ډکه کړى او په مسلسله توګه زما قهر و غضب راوپاروى؟ هغوئ ته وګوره چې خپله پوزه چوڼى او ما ته سپک نظر کوى.

18 نو په دې وجه زۀ به په هغوئ باندې خپل غضب نازل کړم، نۀ به هغوئ زما نه بچ شى او نۀ به زۀ په هغوئ رحم وکړم. کۀ څۀ هم چې هغوئ زما په غوږ کښې چغې ووهى زۀ به هغوئ ته غوږ نۀ نيسم.“

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan