Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

حزقى‌ايل 6 - Pakistani Yousafzai Pashto


شپږم باب په بنى اِسرائيلو کښې د بُت پرستۍ خلاف عدالت

1 د مالِک خُدائ کلام بيا په ما نازل شو،

2 ”اے بنى آدمه، خپل مخ دې د بنى اِسرائيلو د غرونو طرف ته واړوه او د هغوئ خلاف پېشګوئې وکړه.

3 او داسې ووايه، اے د بنى اِسرائيل غرونو، د مالِک قادر مطلق خُدائ کلام واورئ. مالِک قادر مطلق خُدائ تاسو غرونو او غونډو، ګړنګونو او درو ته داسې فرمائى، زۀ به اوس ستاسو خلاف تُوره استعمالوم، او زۀ به ستاسو هغه علاقائى عبادتخانې تباه کړم چرته چې تاسو د بُتانو عبادت کوئ.

4 ستاسو قربان‌ګاه به راوغورزولے شى او ستاسو د خوشبويۍ قربان‌ګاه به ټوټه ټوټه کړے شى. او زۀ به ستاسو خلق ستاسو د معبودانو په وړاندې حلال کړم.

5 زۀ به د بنى اِسرائيلو لاشونه د هغوئ د معبودانو په وړاندې وغورزوم. او زۀ به ستاسو هډوکى ستاسو د قربان‌ګاه سره خوارۀ وارۀ کړم.

6 نو چرته چې تاسو اوسېږئ نو هغه ځائ او ښارونه به کنډر شى او هغه علاقائى عبادتخانې به تباه شى، ستاسو قربان‌ګاه به خرابې او تباه شى، ستاسو معبودان به ټوټه ټوټه او تباه کړے شى، او ستاسو د خوشبويۍ قربان‌ګاه به راوغورزولے شى، او څۀ چې تاسو جوړ کړى دى هغه به جارُو کړے شى.

7 ستا خلق به په تا کښې ووژلے شى، نو تۀ به په دې پوهه شې چې زۀ مالِک خُدائ يم.

8 خو زۀ به ځينې خلق بچ کړم، او په تاسو کښې به څۀ خلق د تُورې د مرګ نه وتښتى او په نورو قومونو او مُلکونو کښې به خوارۀ شى.

9 نو کله چې هغوئ په نورو مُلکونو او قومونو کښې په جلاوطنۍ کښې اوسيږى، نو هغوئ به هلته ما راياد کړى، او په دې به پوهه شى چې هغوئ زۀ په خپلو زناکارو زړونو سره څومره دردولے يم، کوم چې زما نه اوړېدلى دى، او په خپلو سترګو سره به يې د هغه معبودانو سره زنا کوله. د هغه حرام کارونو او د معبودانو د عبادت په وجه کوم چې دوئ کړى دى هغوئ به د خپل ځان نه نفرت وکړى.

10 نو دوئ به په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم او زما خبردارے هسې تشې خبرې نه خو په رښتيا سره مې په دوئ عذاب راوستو.“

11 مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ”د غم نه خپل لاسونه وپړقوئ او خپلې پښې په زمکه ودربوئ او د افسوس چغې ووهئ، د بنى اِسرائيلو د هغه ټولو حرامو کارونو په وجه، نو هغوئ به په جنګ او قحط او وبا سره مړۀ کړے شى.

12 هغه څوک چې لرې دى نو هغوئ به په وبا سره مړۀ شى، او هغه څوک چې نزدې دى هغوئ به په جنګ کښې قتل کړے شى، او هغوئ څوک چې بچ پاتې شى نو په قحط سره به مړۀ شى. زۀ به خپل ټول قهر و غضب په هغوئ نازل کړم.

13 نو هغوئ به په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم. کله چې د هغوئ خلق د دوئ د معبودانو او د دوئ د قربان‌ګاه سره مړۀ پراته وى، په هره اوچته غونډۍ او اوچت غر دپاسه او د هرې شنې ونې لاندې او د څېړۍ د ونې لاندې به د دوئ لاشونه پراتۀ وى په هغه ځايونو کښې چرته چې هغوئ خپلو ټولو معبودانو ته د خوشبويۍ نذرانې پېش کولې.

14 او زۀ به خپل لاس د هغوئ په خلاف وراوږد کړم او د هغوئ مُلک به د بيابان نه واخله تر دبله پورې خراب او خاموشه کړم چرته چې هغوئ اوسيږى. نو بيا به هغوئ په دې باندې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan