حزقىايل 25 - Pakistani Yousafzai Pashtoپينځويشتم باب د عمون خِلاف پېشګوئې 1 د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې، 2 ”اے بنى آدمه خپل مخ دې د عمونيانو په خلاف راوګرځوه او د هغوئ خلاف پېشګوئې وکړه. 3 عمونيانو ته ووايه چې، د مالِک قادر مطلق خُدائ کلام واورئ. مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، کله چې زما د عبادتخانې بېعزتى کېدله او د بنى اِسرائيلو زمکه شاړه کېدله او د يهوداه خلق جلاوطن کېدل نو تاسو خوشحالى وکړه، 4 نو زۀ په دې وجه تاسو د مشرق خلقو ته د ميراث په توګه حواله کوم. هغوئ به ستاسو په مينځ کښې خپل کېمپونه جوړ کړى او خېمې به ودروى، هغوئ به ستاسو مېوې وخورى او ستاسو پئ به وڅښى. 5 زۀ به د ربه ښار نه د اوښانو د څرن ځائ جوړ کړم او د عمون نه به د ګډو شپول جوړ کړم. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم. 6 نو مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، ځکه چې تاسو د بنى اِسرائيلو خلاف خپل لاسونه وپړقول او خپلو پښو سره مو زمکه ودربوله، او تاسو د بنى اِسرائيلو د مُلک په تباهۍ خوشحالى وکړه، 7 نو په دې وجه به زۀ خپل لاس ستاسو خلاف دروغزوم او تاسو به نورو قومونو ته د غنيمت په توګه حواله کړم. زۀ به ستاسو قوم ختم کړم او تاسو به خانه بدوش کړم او تاسو به تباه کړم. نو تاسو به په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.“ د موآبيانو او د سعير په حقله پېشګوئې 8 ”مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، نو ځکه چې موآب او سعير وائى وګوره، د يهوداه قوم لکه د نورو ټولو قومونو په شان شو، 9 نو په دې وجه، زۀ به د موآب سرحدى ښارونه حملې دپاره پرېږدم چې په هغې کښې د بيتيسيموت، بعل معون او قِريَتائم ښکلى ښارونه شامل دى. 10 زۀ به د مشرق په خلقو موآب او عمونيان قبضه کړم، نو بيا به نور عمونيان د دُنيا په مُلکونو کښې نۀ ياديږى، 11 زۀ به په موآبيانو د سزا حکم وکړم. نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک قادر مطلق خُدائ يم.“ د ادوم خِلاف پېشګوئې 12 ”مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، ځکه چې ادوم د يهوداه د قوم نه په بدله اخستو سره سخت مجرم وګرځولے شو. 13 نو په دې وجه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به خپل لاس د ادوم خلاف وغزوم او د هغۀ خلق او ځناور به ووژنم. زۀ به دا د تيمان نه واخله تر ددان پورې وران ويجاړ کړم او هغوئ به په تُوره قتل کړم. 14 زۀ به د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو په لاس خپله بدله د ادوميانو نه واخلم، او هغوئ به ورسره زما د قهر و غضب په مطابق رفتار وکړى، هغوئ به زما په بدله اخستو پوهه شى، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.“ د فلستى خِلاف پېشګوئې 15 ”مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، فلستيانو د يهوداه نه بېرحمه بدله واخسته، او هغوئ د خپل زړۀ پخوانۍ کينه او دشمنى ورسره ښکاره کړه. 16 نو په دې وجه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به د فلستيانو خلاف خپل لاس ورغزوم، او زۀ به چريتيان ختم کړم او څوک چې د سمندر په غاړه اوسيږى هغوئ به تباه کړم. 17 او زۀ به د هغوئ نه سخته بدله واخلم او په خپل غضب کښې به ورله سزا ورکړم. نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک قادر مطلق خُدائ يم، کله چې زۀ د هغوئ نه بدله واخلم.“ |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society