Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

حزقى‌ايل 19 - Pakistani Yousafzai Pashto


نولسم باب د اِسرائيل د شهزادګانو په حقله مرثيه

1 د اِسرائيل د شهزادګانو په حقله دا مرثيه ووايه،

2 ستا مور د زمرو په مينځ کښې څۀ تکړه زمرۍ وه، هغه د ځوانانو زمرو په مينځ کښې پرته وه او خپل بچى يې لوئ کړل.

3 هغې خپل يو بچے لوئ کړو، او د هغۀ نه يو تکړه زمرے جوړ شو. هغۀ د ښکار کولو طريقه زده کړه، او انسانان يې خوړل.

4 مُلکونو د هغۀ په حقله واورېدل، او هغه يې په کنده کښې ګېر کړو. هغوئ هغه پېزوانى د مِصر مُلک ته بوتلو.

5 خو کله چې هغې خپل اُميد نامکمله وليدلو، د هغې طمع ختمه شوه، هغې خپل بل بچے راواخستو او د هغۀ نه يې يو تکړه زمرے جوړ کړو.

6 هغه د نورو زمرو په مينځ کښې ډاډه ګرځېدو راګرځېدو، ځکه چې هغۀ نه يو تکړه زمرے جوړ شوے وو. هغۀ د ښکار کولو طريقه زده کړه، او انسانان به يې هم خوړل.

7 هغۀ د هغوئ قلعې ماتې کړې او د هغوئ ښارونه يې تباه کړل. هغه مُلک او ټول هغه کسان چې په کښې اوسېدل د هغۀ د غړمبېدو نه يرېدل.

8 نو بيا د هغۀ نه ګېرچاپېره مُلکونو نه قومونه د هغۀ خلاف راغلل. هغوئ خپل جال د هغۀ دپاره خور کړو، او هغه د هغوئ په کنده کښې راګېر شو.

9 هغوئ هغه پېزوانى کړے راښکلو او په پنجره کښې يې بند کړو او هغه يې د بابل بادشاه له راوستو. هغوئ هغه په قېدخانه کښې واچولو، ترڅو چې نور د اِسرائيل په غرونو د هغۀ غړمبېدل وانۀ ورېدلے شى.

10 ستاسو مور ستاسو د انګورو باغ کښې لکه د انګور د بوټى په شان وه چې د اوبو په سر کَرلے شوې وه. د ډېرو اوبو په وجه هغه مېوه داره او د څانګو نه ډکه شوه.

11 د هغې څانګې مضبوطې وې، او د بادشاهانو د امساګانو جوړولو دپاره جوګه وې. دا د نورو ګڼو بوټو نه ډېره زياته اوچته شوه، او د خپل ګڼوالى او اوچتوالى په وجه د هر چا په نظر راتله.

12 خو په غصه کښې دا د جرړو نه راوويستلے شوه او په زمکه وغورزولے شوه. د مشرق هواګانو دا مړاوې کړه، دا د مېوو نه خالى شوه، د دې مضبوطې څانګې وچې شوې، او اور هغه وسوزولې.

13 نو اوس دا په بيابان کښې په اوچه او تږې زمکه کښې وکرلے شوه.

14 اور د دې د يو خاص څانګې نه خور شو، او د دې مېوه يې وسوزوله. يوه مضبوطه څانګه په کښې پاتې نۀ شوه چې د بادشاه د امسا جوړولو جوګه وى. دا د غم يوه مرثيه ده، او د مرثيه په توګه استعمال شوې ده.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan